لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مرکزي بانک افغانستان سره مرستو لپاره اکاونټ خلاصولو نه انکار کړی


مطبوعاتي رپوټونه وايي دپاکستان مرکزي بينک د خزانې د وزارت لخوا افغانستان سره دمالي مرستو لپاره دځانګړي بينک اکاونټ پرانستلو حکم منلو نه انکار کړی دى او بينک دريځ خپل کړى چې داسې کولو سره د روپو دغير قانوني اتتقال دمخنيوي اداره ايف اى ټي ايف په پاکستان نور بنديزونه هم لګولى شي.

وړاندې نه ایف ای ټي ایف دپاکستان نوم په خړ نوملړ کې اچولی دى او راتلونکې مياشت کيدونکې د ايف اى ټي ايف غونډه کې به پاکستان ته داېښودل شوؤ شرطونو د عملي کیدو جاج اخستى شي.

دخزانې وزارت سکتر حامد يعقوب شيخ د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکپريس ټریبیون ته ويلي پاکستان غواړي د افغانستان په اړه خپلى ژمنې عملي کړي.

ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ ترمخه سټيټ بينک يا مرکزي بينک په دې ترڅ کې افغانستان سره مالي مرستو لپاره بينکونو کې د اکاونټ پرانستلو په اړه د خزانې وزارت دحکم منلو نه انکار کړی دی.

مرکزي بينک ويره لري چې په داسې کولو د روپو د غير قانوني انتقال د مخنيوي نړيواله اداره ايف اى ټي ايف پاکستان باندى بنديزونه لګولى شي.

د شنبى په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت مرکزي وزير حماد اظهر تکرار کړې ده چې پاکستان د يادې نړيوالې ادارې ٢٧ شرطونو کې ٢٦ عملي کړي دي.

دپاکستان د خزانې پخوانى وزير او دمعاشي چارو څيړونکى ډاکټر حفيظ پاشا افغانستان سرهد مرستو لپاره دبينک اکاونټ پرانستلو پسر د مرکزي بينک انديښنى پځائ بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دافغانستان سره مرستې هم ضروري دي خو پاکستان د ايف اى ټي ايف شرطونو عملي کولو لپاره ډير محنت کړی دى او هسې نه دې ته زيان ورسیږي

دهغه په وینا د اکاونټونو د څارنې کوټلى نظام پکار دى چي دا معلومه وي افغانستان ته څوک او څومره رقم ليږي.

تير کال داګست مياشت کې د طالبانو لخوا په کابل د واکمنۍ ټينګولو راپدیخوا د افغانستان دبينکارۍ نظام په ټپه ولاړ دى.

که څه هم دمرکزي بينک غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو دا خبر په يو داسې وخت مخې ته راغلى چى د پاکستان قامي اسمبلى د اسټيټ بېنک دمالي خپلواکۍ په اړه دحکومت د قانوني مسودى منظوري ورکړې ده چى ترمخه به یې مرکزي بينک د پاکستان د حکومت د اثر نه بغير په خپلواکه ډول پرېکړې کوي.

په کابل دطالبانو د واکمنۍ راپدیخوا پاکستان وخت په وخت په نړيواله ورورولۍ د افغان ولس سره د مرستو په دوام ټينګار کوي.

د تير دسمبر مياشت کې دپاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه شوې داسلامي هيوادونو دسازمان غونډه کې افغانستان لپاره په بيړني ډول د مالي پنګو منظوري ورکړى شوې وه.

له دې وړاندې وزير اعظم عمران خان افغانستان سره د مالي مرستو په لړ کې د خوراک او دارو درملو لپاره د٢٨ میلينه ډالرو منظوري ورکړې وه.

ددې ترڅنګ وزير اعظم عمران خان دهند حکومت ته د پاکستان د لارى افغانستان ته خوراکي موادو د ليږلو اجازت هم ورکړى ؤ.

پاکستان په افغانستان کى د انساني بحران ويره څرګندوي او تيره ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د افغانستان په اړه دایپکس کميټۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د امداد دغوښتنې ستاينه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG