لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا په اړه وروستي پرمختګونه


واشنګټن – چینايي چارواکي کوښښ کوي چې د ژمنیو المپیک سیالیو څخه دمخه د کورونا د اومېکران ډول کنترول کړي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبې په راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې پیل شي.

د چین په ژوهې نومي سیمه کې چارواکو وروسته له هاغې د بسونو خدمات ځنډولي دي چې د کورونا د نوي ډول اوه پېښې پکې وموندل شوې او له خلکو یې وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي.

په راتلونکو یو دوه اونیو کې به امریکایانو ته د حکومت لخوا په کورونو کې د کورونا وایرس د ټېسټونو وړیا وسایل واستول شي.

خلک باید د کورونا د دغو وړیا ټېسټونو د ترلاسه کولو لپاره په ځانګړو ویبپاڼو باندې درخواستونه واستوي.

دغه ټېسټونه نېږدې نا ممکنه دي چې په بازارونو او دوکانونو کې وموندل شي.

امریکايي چارواکو همدارنګه د جمعې په ورځ امریکایان هڅولي دي چې له N95 او یا KN95 ماسکونو څخه کار واخلي چې تر اوسه یواځې روغتیايي کارکونکو کارول.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې چارواکو ویلي، دغه ډول ماسکونه د اومېکران ډول په کنټرول کې ډېر اغېزمن دي.

د هندوستان روغتیايي‌ چارواکو د شنبې یا خالي په ورځ وویل، دوی د کورونا ۲۶۸۸۳۳ نوې پېښې موندلې دي چې دا د جمعې د ورځې په پرتله ۴۶۳۱ زیاتې دي.

د روس حکومت د جمعې په ورځ د هغې قانوني مسودې تصویب کول ځنډولي د کوم له مخې به چې عامه ځایونو ته خلک د کورونا د واکسین اخیستلو له ثبوت پرته نه پرېښودل کېږي. په روس کې هم د کورونا د نویو پېښو شمېر زیات شوی دی.

اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې ددغه بېل له مخې به له روسانو څخه غوښتل کېدل چې عامه ځایونو ته له ورتګ څخه دمخه د QR کوډ وښيي چې په هغې کې د واکسین اخېستلو ثبوت او له کورونا څخه د ښه کېدو ثبوت وي.

په دغه کوډ کې دا هم ښکاري کچېرې یو څوک د طبي اړتیا له مخې له واکسین اخېستلو څخه معاف شوې وي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیالې تتیانا ګالېکوا ویلي، چې دا مهال په روس کې د کورونا په نویو پېښو کې زیاتوالی راغلی.

هغې وویل، په روسیه کې د اومېکران ۷۸۳ پېښې تایید شوي چې د ماسکو د چارواکو په وینا ۷۲۹ یې په ماسکو کې د ډیسمبر له ۲۰ راهیسې موندل شوې.

په ورته وخت کې د فرانسې یوې محکمې د باندې په سړکونو د ماسکونو د تړلو اړتیا ځنډولې ده.

په فرانسه کې د ډیسمبر په ۳۱ نېټه کله چې اومېکران په چټکۍ سره خپرېده پرېکړه شوې وه چې په سړکونو باندې د ګرځېدو پر وخت دې هم خلک ماسکونه وتړي.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شنبې یا خالي په سهار خبر ورکړ چې تر اوسه پورې د کورونا ۳۲۳.۷ میلیونه پېښې موندل شوي چې بیا ۵.۵ میلیونه یې له کورونا څخه مړه شوي هم دي.

یاد مرکز ویلي، چې تر اوسه په نړۍ کې د کورونا ۹.۶ بیلینه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG