لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړوکی بجټ:پاکستان کې دموبایلو،ګاډو اؤ داروګانو په ګډون ۱۵۰ نه د زیاتو شیانو نرخونه وختل


دپاکستان صدر ډاکټرعارف علوي په مالیاتي قانوني مسوده ۲۰۲۱م لاسلیک کړی چې دې سره سم د اتوار د ورځې نه پاکستان کې وړوکی بجټ پځائ کړل شوی اؤ د ورځني استعمال د ګڼ شمیر شیانو نرخونه نور هم په بره تللي دي.

دنوي بجټ له مخې حکومت په ګاډو،موبایل فونونو، دارو درملو،دګنډلو په مشینونو،بهرنه په راغوښتل کیدونکو مصالحو،ګاډو،دوایانو کې په کارول کیدونکي خام مال،دماشومانو دپیو په ډبو، دماستو په ډبو،سوچه غوړو،پنیر.کوو اؤ مټایانو په ګډون د۱۵۰ نه په زیاتو توکو د ورکړل کیدونکي سیلز ټیکس رعایت ختم کړی اؤ اوس به په دې ۱۷فیصدي سیلز ټیکس اخستل کیږي.

دنوي وړوکي بجټ له مخې به دپاکستان دننه دسرو اؤ سپینو زو بیعو کې هم اضافه وشي اؤ ددې ترڅنګ به دچرګانو اؤ څاروؤ دغوښې نرخ هم وخیژی.

په موبایل فونونو ټیکس د۱۰فیصدي نه ۱۵ فیصدي ته لوړ کړل شوی اؤ ټاکل شوې چې له دې لارې به حکومت اووه اربه روپۍ اضافي ترلاسه کوي.

دټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې په ۱۰۰سي سي ګاډو 8.50 د 1801نه نیولو تر 2500 سي سي هائبرډ ګاډو12.75 فیصدي اؤ په درامددي الیکټرک ګاډو 12.5 فیصدي ټیکس لګول شوی دی.

د اوړو په ملونو هم لس فیصدي سیلز ټیکس لګول شوی چې له دې امله د اوړو نرخونه هم په بره تللی شي اؤ همداشان به د چینو نرخونه هم زیات شي.

دا وړوکی بجټ دپاکستان دننه په داسې حال کې پځائ کړل شوی چې په حکومت د زیاتې ګرانۍ له امله سختې نیوکې روانې دي اؤ څېړونکي وایي چې دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په وینا دعمران خان حکومت دګرانۍ دلارې دغریب ولس ملا ماته کړې ده.

قتصاد پوهه ډاکټر معراج الحق وي او ای ډیوه ته ویلي عمران خان په حکومت کې د راتلو نه وړاندې دعوې کولې چې بهرنۍ قرضې به نه اخلي او کچکول به ماتوي خو په حکومت کې د دريوؤ کالو نه د زياتې مودې تيرولو باوجود هم دنړيوالې مالياتي ادارې نه قرضې اخلي او بوج يې په عام ولس د ګرانۍ په شکل کې پريوځي.

تيره مياشت د پاکستان مرکزي بینک ويلي وؤ د روان مالي کال په پنځوؤ میاشتو کې کرنټ اکاونټ خساره 7اربه ډالره ده او دا دمجموعي قامي امدنۍ 5.3%برخه ده.

د پاکستان مرکزی بینک د کرنټ اکاونټ خسارې شرحه 4%ټاکلې وه او دګرانۍ شرحه یې 11فیصده تړلې ۔

اقتصاد پوهان وایي د درامداتو زياتيدو او برامداتو کميدو له وجې په ملک کې تجارتي خساره سېوا کيږي دغې سره دڅيزونو په اخستو زيات ډالر د ملک نه وځي او د کمو برامداتو له وجي هغه هومره ډالر ملک ته نه راځي چې ورسره تجارتي خساره سېوا کيږي او ملک کي د ګرانۍ کچه ورسره زياتيږي۔

د اقتصادي چارو کارپوهه قېصر بنګالي وایي برامدات په بيانونو سره نه زياتيږي کاروباريان غواړي چې برامدات زيات شي ځکه چې د هغوئ ګټه ورسره زياتيږي۔خو رياستي پاليسۍ داسې دي چې برامداتو ته وده نه ورکوي۔

دهغه په وینا يو که د بجټ خساره کمه کړی شي او برامدات زيات شي نو ایي ایم ايف ته د تګ ضرورت به نه پېښیږي.

هغه وایي په اخراجاتو کې کمی راوستل کېدی شي په خاصه توګه غير ترقياتي او دفاعي اخراجاتو کې دکمي ګنجایش هم شته اوٖضرورت هم ورته لیدل کیږي.

قېصر بنګالي وایي که د غېر ضروري څيزونو درامد کم شي نو ایي ايم ايف نه دقرضو اخستو امکان کمېدی شي او که داسي ونه شي نو دپاکستان به هم هغه حال وي کوم چې د شوروي اتحاد ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG