لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معید یوسف:افغانستان سره به د ازغن تار ستونزه په خبرو هواروؤ


کابل ته دخپل ټاکل شوي دوه ورځني رسمي سفر نه وړاندې دپاکستان دملي امینت سلاکار ډاکټر معید یوسف ویلي چې افغانستان سره به په ګډه پوله د ازغن تار لګولو ستونزه دخبرو اترو دلارې هوارولی شي.

تیره ورځ لاهور کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي یوسف ویلي پاکستان افغانستان سره تجارت ښه کولو ته لیواله دی اؤ غواړي چې باید په دغه هیواد کې هم دپاکستان اؤ چین داقتصادي لارې(سي پیک) په څېر یوه پروژه پیل شي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې مطبوعات وایي دوه ورځې وروسته یعنې د سه شنبې په ورځ به نوموړی کابل ته په دوه ورځني رسمي سفر لاړ شي اؤ دغلته به دطالبانو حکومتي چارواکو سره په مهمو موضوعاتو له نزدې خبرې وکړي.

کابل ته د پاکستان دملي امنیت دسلاکار دا سفر په داسې حال کې ټاکل شوی چې په دې وروستیو کې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله (‌ډیورنډ) د ازغن تار لګولو پسر جنجالونه پیدا شوي دي.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې طالب وسله والو د ډیورنډ کرښې نه دپاکستان لخوا لګول شوي ازغن تارونه لرې کړي اؤ کټارې یې ور ړنګې کړې دي.

اسلام اباد کې میشت دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلي طاهر خان وایي معید یوسف به دکابل په سفر کې دافغان مشرانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ دامنیت په چارو خبرې اترې کوي.

کابل ته دمعید یوسف دتګ نه وړاندې تیره ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په پاکستاني چارواکو غږ کړی ؤ چې افغانستان سره دچارو په چلولو کې دکومک په توګه باید دپاکستان څخه مسلکي کدرونه افغانستان ته ولیږل شي.

خو دعمران خان په دې څرګندونو دافغانستان دننه اؤ بهر سخت غبرګونه راپورته شوي اؤ دعمران خان لخوا افغانستان ته دپاکستاني کارپوهانو دلیږد خبره دځېنو افغانانو لخوا دافغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بلل شوې ده ولې پخپله طالبانو لا ددې وړاندیز په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

داګست په میاشت کې په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ ټېنګیدو نه تر اوسه دپاکستان په ګډون دنړۍ یو هیواد هم لا دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی خو پاکستان پرله پسې په نړیواله ټولنه افغانستان سره دمرستو تاکید کوي.

څېړونکي وایي پاکستان دافغانستان دپاره دپیسو اؤ مرستو خبره خو نړۍ ته په جار کوي ولې دافغانستان دبشپړې خپلواکۍ په موضوع یې ځان غلی کړی اؤ غواړي په کابل دې مدام داسې یو حکومت حاکم وي چې دپاکستان دګټو دفاع وکړل شي.

خو پاکستان بیا دریځ لري چې افغانستان کې لپاره یوه بې پلوه تګلاره لري اؤ غواړي چې دافغانستان په هکله پرېکړې دې افغانان پخپله وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG