لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پردیو کدرونو ته اړتیا نه لرو،افغانستان خپل مسلکي کدرونه لري،عمران خان ته دطالبانو جواب


دطالبانو حکومت دپاکستان د وزیراعظم لخوا افغانستان ته دمسلکي کدرونو د ورلیږلو وړاندیز رد کړی اؤ ویلي دي افغانستان خپل مسلکي کدرونه لري ځکه دپردیو هیوادونو مسلکي کدرونو ته اړتیا نه لري.

دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دترکمنستان څخه دبېرته راستنیدو په مهال هرات کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان دتیرې ورځې څرګندونو ته خپل غبرګون کې خبریالانو ته ویلي افغانستان خپله ډیر ښه مسلکي کدرونه اؤ تعلیم یافته شخصیتونه لري.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ دخپل هیواد چارواکو ته وړاندیز کړی ؤ چې افغانستان سره دچارو په ترسره کولو کې دکومک په غرض باید پوهه اؤ مسلکي اشخاص دپاکستان نه افغانستان ته ولیږل شي.

دعمران خان دې څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کلک غبرګون ښودل شوی اؤ دپاکستان لخوا افغانستان ته داشخاصو لیږلو وړاندیز دافغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بلل شوې ده.

دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل دافغانستان حکومت تر اوسه هیڅ نوع داسې خلاء نه ده محسوسه کړې چې هغه خلا دپردیو هیوادونو په کدرونو ډکه کړي.

دتیر اګست دمیاشتې نه افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا دا وړومبی ځل دی چې دطالبانو حکومت دپاکستان دکوم اقدام یا وړاندیز سره په ډاګه مخالفت ښودلی دی.

امیر خان متقي وایي "افغانستان في الحال دې ته ضرورت نه لري چې دنړۍ نه څوک راشي اؤ دلته کار وکړي ،البته افغانستان لږ اقتصادي مشکلات لري اؤ نړیوال باید په دې لړ کې هیواد والو سره مرستې وکړي"

هغه په ډاګیز ډول وویل چې دپرسونل په لحاظ دافغانستان اسلامي امارت مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري ځکه چې افغانستان خپل پوهه اؤ مسلکي کدرونه لري.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره ورځ د خپل هېواد له چارواکو غوښتي وؤ چې د دوست هېوادونو سره همکاري وکړي، ترڅو داسې ځانګړي ماهرين افغانستان ته واستوي چې د روغتیا، بانکي او مخابراتو په چارو کې مهارت لري چې داسې افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران مخنیوي وشي.

خو په ټولنیزو رسنیو دافغانستان دننه په ټولنیزو رسنیو دعمران خان دې څرګندونو ته سخت غبرګون ویلی شوی.

دافغانستان په تیر حکومت کې دختیز ولایت ننګرهار والي ضیاء الحق امر خیل ویلي افغانستان ته د پاکستان او بل هر هېواد څخه د متخصصینو د را لیږلو په اړه وړاندیزونه پاروونکي دي.

په ټویټر ښاغلي امر خیل لیکلي "موږ په هره برخه کې روزل شوي او با تجربه کادرونه لرو"

هغه وایي طالبانو ته پکار دي چې خپل کدرونه وګماري. په دې کار به له یوې خوا دمغزي فرار مخه ونیول شي او له بلې خوا به خلک پر حکومت ډاډه شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG