لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې د وقاص ګورايه د قضيې پلټنې وکړي، سياستوال او جرنلسټان وايي


د پاکستاني بلاګر وقاص ګورايه د وژلو د پلان په اړه په نړيوالو مطبوعاتو کې د خپرو شوو خبرونو وروسته په پاکستان کې هم په دې تاده بحثونه پېل شوي او ويل کيږي، بايد د پاکستان حکومت دا پلټنې وکړي چې په لندن کې مېشت اجرتي ته چا پېسي لېږلي او په شا يې څوک دي ځکه چې که دا خبره په عدالت کې ثابت شې چې دغې کار لپاره پاکستاني تن ځايي بنک کارولی نو د پاکستان لپاره به په نړيواله کچه ستونزې سېوا کړي.

د قامي اسمبلۍ غړی او د نېشنل ډيموکرېټک مومنټ مشر محسن داوړ وايي، بايد د پاکستان حکومت دا مالومه کړي چې د ځايي بنک څخه لندن ته پېسې چا لېږلي او په شا يې څوک ولاړ دي او دا چې د داسې کولو سره به رياست د ملامتيا نه بچ شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، " اوس دغه کس چې په پېسو يې ورته نيولی دی چې په د باندې به تاسو حمله کوئ او بيا دلته هغه ټوکن مني ورته د چينوټ يو بنک کې او بيا هغې کس چرته په هنډۍ ده ته بيا پېسې لېږلي نو دا خو ډېره زياته خطرناکه خبره ده که صبا د برتانيي د عدالت په مقدمه کې دلته يې لنک جوړ شو نو بيا به د پاکستان رياست دنيا ته څه ځواب ورکوي چې دا څه قسم قيصه روانه ده او ولې روانه ده".

هغه وويل دوی غوښتنه کوي چې د دې خبرې پلټنې دې وشي او اصل حقيقت دې مالوم کړی شي.

د پېښور هايکورټ ايډوکېټ عامر چکمني وي او ای ډيوه ته وويل که چرې دا تور د برتانيي په عدالت کې ثابت شو چې د يو تن وژلو لپاره د پاکستان نه پيسې لېږلې شوي نو پاکستاني حکومت لپاره به په نړيواله کچه ستونزې پېدا کړي.

د نوموړي په وېنا" نومونږه د کافي وخت نه د اېف اې ټي اېف په ګری يا خړ لسټ کې يو او د هغوی چې کوم 27 پواينټس دي نو په هغې کې اهم پواينټ دا دی چې د هنډۍ حواله مخنيوي وشي، مثال په توګه دا کړۍ جوړېږي چې دا پېسې د بنک نه په بله زريعه حوالې يا هنډۍ د لارې برتانيي ته رسېدلي دي نو دا به مونږه ته د ايف ای ټي ايف فرنټ باندې هم مسله جوړه وي نور چې هم داسې نړيوال تنظيمونه دي لکه د بشري حقونو د څار اداره، د بخښنې نړيواله اداره او نورې داسې ادارې لخوا به هم مونږه ته مسلې جوړېږي چې د بيان د ازادۍ په خوندي کولو کې مونږه ناکامه شو".

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنالسټس مشر شهزاده ذولفقار د وقاص ګورايه د کېس په اړه وي او ای ډيوه ته وايي د تنقيد په اساس يو صحافي ته د وژلو دړکې ورکول يا هغه وژل د خبريالانو خولې بندولو برابر دي، هغه وايي که څوک ګڼي چې کوم صحافي دروغ وايي نو پکار ده چې د هغه خلاف د عدالت لاره خپله کړي نه چې قتل يې کړي.

وقاص ګورایه چې دا وخت 39 کلن دی د پاکستان د بهاولپور ضلعې د چشتیا سره تعلق لري، هغه په کال 2007 کې نېدر لېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی وو.

هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د “موچي” په نوم د ټویټر او فېس بک پاڼې چلولې۔ په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نېوکې کېدلې کومې چې وروسته وتړل شوې.

وقاص په کال 2016 کې د فرورۍ په 16مه نیټه د خپلې خور په واده کې د ګډون لپاره لاهور ته ستون شو. هم په لاهور کې په کال 2017 کې د جنورۍ په 4 مه نیټه بې درکه شو.

په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې د خپرو شوو ناتاييده خبرونو تر مخه ګورایه هغه ځل د پاکستان استخباراتي ادارې اي اېس ايي اغوا کړی وو.

خو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې د هغه وخت مشر جنرل اصف غفور په یو خبري کانفرنس کې دغه تورونه رد کړي وو چې ګنې ښاغلی ګورایه د هېواد کومې ادارې تښتولی وو خو داسې کومې پلټنې یې هم نه وې کړی چې هغه د تر 24 ساعتو پورې چرته ورک وو؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG