لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دپولیو کمپاین ترڅ کې به ۱۵لکو نه زیاتو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکول کیږي


د کوټې کمشنر سهیل الرحمان بلوچ خبریالانو ته وویل د بلوچستان د صحت محکمه به د دوشنبې په ورځ د صوبې په ۱۵ ضلعو کې د پولیو ضد کمپاین په رسمي توګه پیل کړي چې پکې به د پنځوؤ کالو نه کم عمره 15 لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي.

دجمعې په ورځ په کوټه کښې د راجوړ شوي کانفرنس په مهال دکوټې کمشنر يو شمير ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو سره دغه کمپاين پیل کړو اؤ وئ ویل "له بده مرغه، د ځينو انکاری والدينو له امله د پوليو د خپريدو خطر لا هم شته"

هغه وویل په پولیو رنځ دقابو موندلو لپاره بېلابېل تدابیر نیول شوي او په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته ډېره اړتیا ده .

پہ دغہ مهال د بلوچستان د پوليو ايمرجنسي سنټر کوارډينيټر حميدالله ناصر وويل چې د بلوچستان حکومت د هڅو په نتيجه کې په صوبه کې د پوليو په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

تېر کال د افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان له قلعه عبدالله ولسوالۍ څخه د پوليو يوه پېښه ثبت شوې وه.

نوموړي له والدینو وغوښتل، چې خپلو ماشومانو د پولیو ضد واکسین ورکړي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې دپوليو مخنيوي لپاره دبلوچستان کوارډينيټر دپوليو په کيسونو کې کمی دپوليو ورکرانو پشمول دټولو لپاره يوه بريا وبلله.

هغه د WH 0او یونیسیف د نړیوالو موسسو هڅې وستایلې او وئ ویل، چې دغو نړیوالو موسسو د پولیو د کمپاین لپاره مالي مرستې زیاتې کړي دي.

د کوټې ډپټي کمشنر عرفان میمن ویلي حکومت هغو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د پولیو وایرس څخه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي دي چې له امله یې په صوبه کې دماشومانو د انکاري والدینو شمېر له ۳۰ زرو نه 6 زرہ ته راښکته شوی دی.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل د پوليو کمپاين په لړ کې به د حساسو ضلعو سره په سرحدي سيمو کې ځانګړي ټيمونه ګمارل کيږي.

بلوچستان کې دپولیو دڅاڅکو په ضد بیلابیلو وختونو کې مقاومت لیدل شوی اؤ دغلته د پولیو د څاڅکو ورکوونکو ورکرانو اؤ دهغوئ په حفاظت مامورو پولیس عسکرو وخت په وخت بریدونه شوي چې تر دې ساعته پکې ګڼ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG