لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر دنرخ تر ۲۰۰ روپو د اوښتو اندېښنه ښودل شوې


پاکستان کې دپیسو دتبادلې کمپنۍ وايي د حکومت لخوا د هغوئ په کاروبار د 16 فيصدي شرحې په حساب سره دټیکس لګول کیدو سره د هېواد دننه د ډالر نرخ تر 200 روپو اوړېدلی شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د حکومت ددې ګام له کبله به بلېک مارکیټ وده ومومي او خلاص مارکیټ کې به د اېکسچېنج کاروبار اغېزمن شى.

د خزانې د وزارت ویاند مزمل اسلم وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي دا نوی ټبکس نه دی بلکې د کال 2014م راهیسې د نافذ شوي تیکس په رڼا کې دغه کمپنيانو ته پاتې زوړ ټېکس دی چې اوس ترې غوښتل کېږي.

د اکسچېنج کمپنيانو لخوا د ډالر د نرخ سېوا کېدو اټکل په داسې حال کې کېږي چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ له وړاندې څخه د فشار ښکار ده او اوس یې هم ارزښت پرله پسې کمېږي.

دا مهال په پاکستان کې د يو امريکايي ډالر بېعه د 175 او د 176 روپو ترمينځ ده.

د پاکستان حکومت لخوا په دې وروستیو کې د هېواد په اېکسچېنج کمپنيو د 16 فيصدي شرحې په حساب سره ود هولډنګ ټیکس لګول شوی دی.

د خزانې د وزارت ویاند مزمل اسلم وایي داټیکس د کال 2014 او 2016 ترمنځ موده کې لګول شوی ؤ اؤ اوس دغو کمپنیو ته دټېکس نوټسونه د هغې په رڼا کې جاري کړې شوې دي.

هغه وايي دا دغه کمپنيو ته پاتې زوړ ټېکس دی چې اوس ترې غوښتل کېږي.

مزمل اسلم دا خبره ردوي چې ګواکې دا ټېکس به د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کوم اثر ولري اؤ وایي ددې د طلب او رسد سره هېڅ تړاو نشته.

هغه وايي اېکسچېنج کمپنۍ که دا دړکه کوي چې خپل کاروبار به وتړي نو ودې یې تړي نور خلک به مارکیټ ته راشي"موږ به د هغوئ نه دا ټېکس ارو مرو اخلو او که نه یې ورکوي نو بیا به ورله د بېنک کهاتې ېا اکاونټس وتړو"

د ډيوه سره خبرو کې د پاکستان اېکسچېنج کمپنيو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي دا د کال 2014 ټېکس دی چې اوس غوښتل کېږي او ددې د نفاذ پرېکړه په کال 2016 کې بېرته اخستل شوې وه.

دې وايي اوس ددې ټېکس بيا لګول بېخي غلط دي اؤ دې سره به د حوالې او هنډۍ غېر قانوني کاروبار وده وکړي او د بېنکونو او د اېکسچېنج کمپينو د لارې به قانوني کاروبار شنډ شي.

د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ د شپږو ارب ډالره د پور پروګرام چې دا مهال د ځنډ ښکار دی د بيا پرځائ کولو لپاره حکومت په دې وروستیو کې ضمني بجټ هم منظور کړی چې مقصد یې د ايي ایم ایف څخه يو ارب ډالره ترلاسه کول دي چې داسې د جارى کهاتو توله برابر کړي او د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ته يو څه استحکام ورکړي.

د مالي چارو پوهاند او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه سره خبرو کې وايي په داسې وخت کې چې د ډالر په مقابله کې روپۍ کمزورې شوې ده نو د شپاړلس فيصدى حساب سره په اېکسچېنج کمپنيو دا ټېکس لګول مناسب اقدام نه دی.

هغه وايي د حکومت ددې ګام سره به په خلاص مارکیټ کې کاروبار کم شي او کاروبار به تور ېا بلېک مارکيټ ته لاړ شي.

حفيظ پاشا بيا وايي چې کله د روپۍ په قدر کې استحکام راشي نو بیا باید چې حکومت دا ټېکس ولګوي.
ځنې اقتصاد پوهان وايي ددې ټېکس نفاذ به د پرانستي مارکيټ په کاروبار کېږي او دا به د انټر بېنک په مارکیټ نه لاګو کېږي کوم چې په پاکستان کې د تبادلې د کچې ټاکنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG