لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلیمان کې دصدارتي نظام نافذ کولو پسر تود بحث شوی


دپاکستان پارلیمان کې دهیواد دننه دصدارتي نظام پځائ کولو پسر تود بحث شوی دی او حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند په دى اړه قامي اسمبلۍ کې یو پرېکړه لیک یا قرارداد هم جمع کړی دى.

مخالفه ګوندونه تور لګوي چې دوزير اعظم عمران خان حکومت د ولسي ستونزو هواري کې د ناکامۍ نه دخلکو دپام اړولو لپاره صدارتي نظام پځاى کول غواړي .

د جمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې دمخالفه مسلم ليګ نواز ګوند غړي احسن اقبال وويل د پوځې امرانو د صدارتي واکمنیو په موده کې د پاکستان حالات بدتره شوي وؤ.

هغه وويل د ايوب خان او يحيحى خان واکمنیو کى پاکستان دوه ټوټي شو او د جنرال مشرف د ترهګرۍ په ضد جګړى د لکونو په شميره کې د پخوانى قبايلي سيمو ولس در په دره کړو.

دې ته غبرګون کې د واکمن تحريک انصاف ګوند مرکزي وزير حماد اظهر احسن اقبال ته اشاره کې وويل نن هغه تنان د پوځي امريت په ضد خبرې کوي چا به چې دجنرل ضيا په وړاندى نعتونه ويل.

ددغه بحث په وخت د پيپلز ګوند غړي اغا رفيع الله حکومت نه سپيناوى وغوښتو چې د صدارتي نظام په حق کى کمپاین لپاره رقم د چرته نه راځي؟

دا په داسې حال کې ده چې مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند په پلوي شخصي ټي وي ای ار وای د تيرو څو ورځو راهسې د صدارتي نظام په هکله د خلکو رايې پوښتل کيږي.

خو پاکستان کې په پارليماني نظام دکار کوونکې پلډاټ نومې ادارې مشر او د سياسي چارو څيړونکى احمد بلال محبوب پاکستان کى د صدارتي نظام راتلو امکان ډير کم ويني.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که مارشل لا راځي نو بيله خبره ده ګني په قانوني ډول ددې لپاره ملکي دستور کې بدلون راوستل وي او حکومت دې لپاره پارلیمان کې اکثريت نه لري.

نوموړي وويل "خو په صدارتي نظام باندى بحث کې هم څه حرج نيشته او که راتلونکي کې د پاکستان د ولس اکثريت وغواړي نو دا نظام نافذ کيدلى شي"

بل اړخ ته د واکمن تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر او د پنجاب ګورنر چودهري سرور د پارليماني جمهوري نظام دفاع کړې ده او ددصدارتي نظام خبرونه ېې رد کړيدي.

کال ٢٠١٠ کى د پارليمان لخوا دمنظور کړى شوي د وړو صوبو په ګټه اتلسم دستوري بدلون لاندې د صدر نه د پارليمان ماتولو او نور يو شمير اختيارات بيرته اخستل شوي دې چى له امله ېې د ولس منتخب وزير اعظم بيا طاقتور شوی دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG