لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې د وړمې ورځې د چاودنې ذمه واري نوي تنظیم بلوچ نېشنلسټ آرمي منلې


په لاهور کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ چاودنې درې تنه وژلي او پینځلس ټپیان وو.
په لاهور کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ چاودنې درې تنه وژلي او پینځلس ټپیان وو.

کوټه ـــــ د پنجاب په لاهور ښار کې د جنورۍ د 20مې د بمي چاودنې ذمه واري بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې د "بلوڅ نېشنلسټ آرمي" په نامه جوړ شوي نوي تنظيم منلې ده. دې ډلې څو ورځې وړاندي د بلوچستان په اواران سیمه کې د امنيتي ځواکونو پر قافلې د برید دعوه هم کړې وه.

سياسي او د امنيتي چارو څېړونکي وایي دا نوی جوړ شوی وسلوال تنظيم د نورو وسلوالو ډلو بلوڅ ري پبلکن ارمي (بي ار اې) او يونايټډ بلوڅ ارمي (يو بي اې) د خپلمنځي اختلاف په نتيجه کې جوړ شوی دی.

په کراچۍ کې مېشت ازاد خبريال او څېړونکی ضياء الرحمان وايي د "بلوڅ نېشنلسټ ارمي" تنظيم يواځې لس ورځې وړاندې جوړ شوی دی. د ضيا الرحمان په خبره “په لاهور کې د دې تنظيم د بمي بريد اصل هدف د رسنيو پام ځان ته اړول وو”۔

بلې خواته د روانې مياشتې پر 11مه بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو "بلوڅ ري پبلکن ارمي (بي ار اې) او يونايټډ بلوڅ ارمي (یو بي اې) ويلي په یوه ناسته کې یې فیصله کړې چې له دې وروسته به د "بي اين اې" يا بلوڅ نيشلسټ ارمي تر نامه لاندې خپل وسلوال مزاحمت پر مخ وړي.

په اعلاميه کې ليکل شوي چې د نوي جوړ شوي تنظيم وياند به د مريد بلوڅ په نامه کس وي او په خواله رسنيو به د "باسک" په نامه خبرپاڼه د دوی خبرې خپروي. په اعلاميه کې دعوه شوې چې نوی جوړ کړل شوی تنظيم به د بلوڅ راجي اجوي سنګر چې د "براس" په نامه شهرت لري خپلې حملي هم هغسې جاري ساتي.

وي او اې ډيوه د دې تنظيم د پورتنيو دعوو په ازاده توګه تصديق ونه کړای شو.

د څېړونکي ضاالرحمان په خبره “بلوڅ راجي اجوی سنګر يا "براس" د کال 2020م په جولای مياشت کې جوړ شو، چې وایي د مشهور بلوڅ وسلوال کمانډر ډاکټر الله نذر بلوڅ وسلواله ډله "بلوڅ ليبريشن فرنټ (بي ايل ايف)، د بشير زيب "بلوڅ لبريشن ارمي (بي ايل اې)، د ګلزار امام "بلوڅ ريپبلکن ارمي او د بختيار ډومکي تنظيم "بلوڅ ريپبلکن ګارډز څلور واړو تنظيمونه پکې شامل وو. وایي وروسته بيا د سیند بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې "سيندودېش ريولوشنري ارمي" هم د ياد تنظيم "براس" برخه شوه”.

د پاکستان په سېنټ کې د بلوچستان عوامي ګوند غړی انور الحق کاکړ وي او اې ډيوه ته د ټليفون له لاري وويل چې “بلوڅ ري پبلکن ارمي او يونايټډ بلوڅ ارمي سره يو ځای شوې او د "بلوڅ نېشنلسټ ارمي" په نامه نوې ډله ځنې جوړه شوې”۔

کاکړ هم پر دې خبره باوري دی چې په لاهور کې د ياد تنظيم د بمي بريد مقصد يواځې د خپل وجود د ښکاره کولو هڅه ده.

د "بلوڅ نېشنلسټ ارمي" د وياند مريد بلوڅ په نامه پر ټيوټر جوړه شوې ای ډي باندي د يادي چاودنې ذمه واري منلې ده. مريد بلوڅ زياته کړې چې د چاودنې هدف یې د شخصي بينک کارکونکي وو.

د ساوت اېشيا ټېرريزم پورټل" په نامه د ترهګريزو پېښو په اړه معلومات ورکوونکې ادارې رپورټ دی چې دا وخت په بلوچستان کې څلور وسلوالې ډلي زياتې فعالي دي او وخت ناوخته پر امنيتي ځواکونو او بهرنيو وګړو ( چينایانو) حملي کوي.

د ادارې شمېرې ښيي چې په دغو څلورو وسلوالو ډلو کې "بلوڅ ليبريشن فرنټ (بي ايل ايف)، يونيایټیډ بلوڅ ارمي (يو بي اې)، بلوڅ ريپبليکن ګارډز (بي ار جې) او سندودېش ليبرېشن آرمي (ايس ايل اې) شاملې دي.

ياده دې وي چې په تېر 2021م کال کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان په بلوچستان کې له بېلتون غوښتونکو ډلو سره د مذاکراتو لپاره د پخواني بلوڅ سياسي مشر نواب اکبر بګټي لمسی او د پارلمان غړی شاه زين بګټی خپل سلاکار ټاکلي وو.

وي او اې ډیوه له انوارلحق کاکړ څخه وپوښتل چې په دې لړ کې حکومت څومره سنجيده دی او څومره پر مختګ شوی دی نو هغه په ځواب کې وويل، "چې حکومت کله هم د خبرو اترو لاره خپله کړې نو په ځواب کې وسلوالې ډلې د لاهور د بمي بريد په شکل کې ځواب راکوي".

د بلوچ وسلوالو تنظيمونو قوت کم شوی که زيات شوی؟ د دې سوال په ځواب کې کاکړ وويل “په داسې تنظيمونو کې د هغوی د وسلوالو شمېر نه بلکې د هغوی تګلاره او فکر تر ډېره پورې ژوندی پاته کېدل مهم وي او دوی په دې لړ کې تر اوسه پورې کاميابه دي، د پاکستان رياست ته پر دې سوچ کول پکار دی، که پر دې نور وخت هم تېر شي دا معامله به نوره هم ستونځمنه شي”.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG