لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې بم چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي



د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچ نېشنلسټ ارمي، بي اېن ای، نومې وسله والې ډلې د بم چادونې ذمه واري ومنله
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچ نېشنلسټ ارمي، بي اېن ای، نومې وسله والې ډلې د بم چادونې ذمه واري ومنله

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچ نېشنلسټ ارمي، بي اېن ای، نومې وسله والې ډلې د بم چادونې ذمه واري ومنله

د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بم په چاودنه کې لږ تر لږه دو کسان وژل شوي او 16 تر شلو پورې نور کسان زخمیان دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچ نېشنلسټ ارمي، بي اېن ای، نومې وسله والې ډلې د بم چادونې ذمه واري ومنله.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید مطبوعاتو سره خبرو کې وویل په لاهور کې چاودنه د ترهګرۍ پېښه کېدلی شي ځکه چې په لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او پېښور کې د ترهګرۍ حملو په اړه خبرداری موجود و.

د لاهور پولیس ترجمان رانا عارف ای اېف پي خبري ادارې ته وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې چاودنه په موټر سایکل کې د لګول شوي ریموټ کنټرول بم دلارې شوي ده.

د دې نه وړاندې خبري په خپل رپورټ کې د لاهور په چاودنه کې د دریو کسانو د وژل کېدو رپورټ ورکړی و.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د لاهور د مېیو هسپتال مامورینو وویل چې د چاودنې وروسته د دوو کسانو مړي او 23 زخمیان دغه هسپتال ته وړل شوي وو.

په لاهور کې بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې په ورستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان،‌ټي ټي پي، د اسلام اباد په شمول په یو شمېر نورو ځایونو کې په پولیس د خونړیو حملو مسولیت په غاړه اخېستی دی.

مرید بلوچ نومې ټوېټر استعمالوونکي په لاهور کې د چاودنې ذمه واري ومنله او په ټوېټر یو پېغام کې یې وویل چې په انارکلي بازار کې یې یو بېنک او د بېنک کارکوونکي په هدف کړي وو او په دې اړه به تفصیلي بیان جاري کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG