لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله: د غره ښوېدو په پېښه کې يو کور تباه شوی، لږ تر لږه درې تنه پکې مړه شوي


په شانګله کې غر ښوېدلی، کور يې لاندې کړی دی
په شانګله کې غر ښوېدلی، کور يې لاندې کړی دی

د خېبرپښتونخوا په غريیزه شانګله ضلع کې د غره ښوېدو په پېښه کې د دوه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه درې کسان مړه شوي، امدادي ادارې او ځايي خلک وايي اوس هم دوه يا درې کسان د ملبې لاندې ګېر دي.

په شانګله کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، دغه پېښه د شانګلې د الپورۍ تحصيل په موته خان علاقه کې شوې ده.

د شانګلې مرستیال کمشنر ضيا الرحمان دغه پېښه تاييد کړه چې پرون دا پېښه شوې ده، د غره ښوېدو په پېښه کې کور تباه شوی او د کور د مشر خورشيد په ګډون پکې درې تنه مړه شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل د ملبې نه د درېو مړو سره ټول اووه تنه د ملبې نه راويستل شوي او دوه يا درې نور هم د ملبې لاندې ګېر دي د هغو د راویستلو هڅې روانې دي.

د خورشيد خوريي نويد وي او اې ډيوه ته ويلي، ماما يې ضلعې انتظاميې ته څو ځله خواستونه کړي وو چې د هغه کور د غره لاندې دی او د غره د ښوېدو خطره یې ورته په ګوته کړې وه خو ضلعې انتظاميې په دغه اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.

خو مرستیال کمشنر وايي، دغه خواست يې د سړکونو قامي ادارې (اېن اېچ اې) سره شريک کړی، او زياتوي اېن اېچ اې ورته ځواب کړی چې دغه سړک لا ادارې نه دی اخستی او بل د دغه سړک په ټېکه باندې د احتساب د قامي ادارې (نېب) کېس هم روان دی.

د پښې د ځای يو عېني شاهد ثناالله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ مازيګر نزدې پينځه بجې رامنځته شوې، غر راښوېدلی او يو کور يې په مکمله توګه تباه کړی دی.

هغه وویل د دوی د مالوماتو ترمخه په دغه کور کې نهه کسان وو، د پرون راهسې ځايي خلک او د ژغورنې اداره او د نورو ادارو غړي هم رارسېدلي او لګيا دي د ملبې نه کسان را اوباسي.

د 1122 ترمخه تراسه پورې د ملبې نه اووه تنه راويستل شوي چې پکې درې مړه او څلور ژوبل دي.

د ځايي خلکو په وېنا په ملبه کې اوس هم دوه يا درې تنه لاندې ګېر پاتې دي.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند تيمور وايي، په لرې پرتو علاقو کې ضلعې انتظاميې اختیار لري چې په بېړنو حالاتو کې مرستندویه ګامونه پورته کړي او که بيا هم څه مسله لري اداره ورسره هر قسمه مرستو ته تیار ده.

په شانګله کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د موسمياتو محکمې د ملک په غرييزو سيمو کې د واورې او باران امکان څرګند کړی دی.

د موسمیاتو محکمې ويلي، نن د خالي/ شنبې او سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په چترال، دير، سوات، کوهستان، شانګله، بونېر او مانسهره کې واوره کېدل امکان لري.

ويل شوي د واورو او باران له امله د غرونو ښوېدو خطره موجوده ده، د سړکونو بندېدل امکان لري ځکه خلک دې احتیاط وکړي.

د موسمیاتو محکمې اړونده ادارو ته د تيار پاتې کېدو او اقدماتو لارښوونه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG