لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: د امنیت د غوښتنې دپاره په اوومه ورځ احتجاجي پرلت روان دی


د شمالي وزيرستان په سپين وام کې احتجاجي پرلت

د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې سیمه يیزه خلک د اووه ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي، او غوښتنې کوي چې په علاقه کې امن په ځای کړی شي، نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي، او په علاقه کې د بدامنۍ د پېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل، تشدد پرې کول او د ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

په عېن حال کې دحکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ خبرې هم روانې دي. او حکومتي چارواکي وايي غوښتنې منل کیږي.

د سپین وام علاقې یو مشر ملک زکیم خان وویل د دوی پینځه غوښتې دي یوه دا چې دوی د کلونو نه د نا امنۍ سره مخ دي، د سپین وام خلک پرامن دي او دوی ته دې په علاقه کې تل پاتې امن په ځای کړی شي.

بله غوښتنه کوي چې د نا امنۍ د پېښو وروسته کوم کسان نیول شوي که ګناهګار وي عدالتونو ته دې وړاندې کړي او که بې ګناه وي بیا دې خوشي کړي.

هغه وویل په دې تیره لنډه موده کې نزدې 30 تنه نیول شوي چې زیاتره پکې تنکي هلکان دي.

هغه زياته کړه د لټون د عملیاتو پرمهال دې د خلکو د کورونو د پردې خیال ساتل کیږي او د ناامنۍ د پیښو وروسته دې د عامو ځايي خلکو ځورولو لړۍ ودرول شي.

هغه وویل چې د کومو خلکو شناختي کارډونه د شک په بنیاد بلاک کړی شوي دا دې بیرته فعال کړی شي.

ملک زکیم خان زیاته کړه د حکومتي چارواکو سره يې دا غوښتې شریکې کړي خو تر اوسه نه دي منل شوي.

په سپین وام کې د امنيتي سرچینو په وېنا تیره اونۍ دوی ته په علاقه کې د وسله والو د موجودګۍ استخبارتي معلومات ترلاسه شوي وو او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي وو. خو د پرلت یو ګډون وال اسدالله وایي د عملیاتو پرمهال د خلکو په کورونو چهاپې وهل شوي تشدد پرې شوی او دعلاقې نیزدې پینځه کسان نیول شوي وو.

د پاکستان پوځ د مخکې نه دا دریځ لري چې دوی عام خلک نه ځوروي خو چې څوک په څه نا څه شکل کې په دې نا امنۍ کې لاس لري د هغوي پرضد عملیات کوي.خو د تازه پیښې په اړه يې څه نه دي ویلي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه هم تاييدوي چې پرامنه احتجاجي ناسته روانه ده او دوی ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې غوښتنې يې ومني د انتظامیه یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل تیره ورځ د انتظامیه مشر مرستیال کمیشنر شاهد علي خان د سپین وام سیمې د مشرانو سره لیدلي او د غوښتو منلو باور يې ورکړو هغه وویل ځینې غوښتنې د نورو حکومتي چارواکو سره اړه لري او هغوي ته به لیږل کیږي.

دغه قامي مشران به نن دا خبرې د پرلتوالو سره شریکې کوي او دوی ته به بیا ځواب ورکوي.

د پرلت یو مشر او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم فعال عيدرحمان وویل دوی کله هم د امن مخالفت نه کوي خو چې د ترهګرۍ په نوم عملیاتو کې بيا عام ولس ځورول کیږي د هغې د مخنيوي غوښتنه کوي.

هغه وویل دوی غوښتنه کوي چې د ضرب عضب پرمهال د دوی سره د امن شوی لوظ دې پوره کړی شي. چې د علاقې خلک د خوشحالۍ او د امن ژوند تیر کړي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

وي او اې ډیوه په دې اړوند د شمالي وزیرستان د انتظامیې او د پولیسو مشر عقیق حسین سره د رابطې هڅه کړې خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ویلی.

خو د تیرو پیښو وروسته د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) عقیق حسین وي او ای ډيوه ته ويلي وو په ضلع کې حالات قابو دي او يوازې په لرې پرتو علاقو کې داسې کمې دناامنۍ پېښې کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG