لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دداسو پېښه کې د وژل شوؤ چینایي وګړو لپاره 6.11 میلينه ډالر هرجانه ورکوي


دپاکستان حکومت د داسو ترهګریز بريد کې د وژل شوؤ چپنايي وګړو کورنيو لپاره د6.11 ملينه ډالرو دمعاوضې منظوري ورکړې ده.

له دغې پيښى وروسته چين پاکستان کى د خپلو وګړو په تحفظ انديښمنه دى .

څيړونکي او حکومت مخالفه سياستمداران وايي د پاکستان حکومت چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی ځکه د حکومت سره متاثره کورنيو ته تاوان ورکولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.

د جمعې په ورځ د خزانې د مرکزي وزير شوکت ترين په مشرۍ د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه کې د داسو ترهګریز بريد اغېزمنو لپاره د 6.11 میلينه ډالرو دمعاوضې منظورى و رکړل شوې ده.

تير کال دجولاىي مياشت کې د خيبر پښتونخوا داسو سيمه کې شوي دغه بريد کې اتلس چينايي وګړي وژل شوي او ٦٦ ژوبل شوي وؤ.

د انګريزۍ ژبى د ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون تر مخه داسو ډيم د سي پيک برخه نه ده او نه پاکستان متاثرينو ته دهرجانې یا تاوان ورکولو د رقم پابند ؤ.

ورځپاڼه لیکي د چين حکومت په خپله خاوره دترهګرۍ پيښو کې وژل شوو خپلو وګړو ته هم دومره معاوضه نه ورکوي څومره چى د پاکستان حکومت دداسو پيښې متاثرینو لپاره منظور کړې ده.

پاکستان لومړى داسو کې د چينايي وګړو په بس شوې حمله د ګیس چاودنه ګرځولې وه خو چين د پاکستان دا دریځ رد کړى ؤ او د پيښې پلټنو لپاره بيا چينايي چارواکو د پاکستان دوره هم کړى وه.

وړاندې نه دا تاثر دى چى ګني چين د سي پيک سره دتړلو معاملو پسر انديښنې لري.

په دې وروستیو کې د مخالفه پيپلز ګوند د سينيټ د پرمختيا دکمیټې مشر سليم مانډوي واله دعوه کړې وه چې پاکستان کې د چين سفير هغه (مانډوي واله) ته ويلي د واکمن تحريک انصاف ګوند د بې غورۍ له امله سي پيک پروژه د تباهى سره مخ شوې ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې سليم مانډوي واله وايي د پاکستان رياست دچينايي وګړو تحفظ کې پاتې راغلى دى ځکه د چين په غوښتنه د وژلى شوؤ تنانو کورنيو ته له تاوان ورکولو پرته پاکستان سره بله کومه لاره نه وه.

د ايکسپريس ټريبون خبر زياتوي د داسو پيښې او د پاکستان د حکومت اقتصادي پروژى ته دپام دنشتوالي له امله دواړخيزه اړيکو کې راغلي تناو لرې کولو لپاره هم د پاکستان حکومت د هرجانې یا تاوان رقم ته غاړه ايښىې ده.

پخوانی سفير او څيړونکى اياز وزير ددې نظر سره اتفاق لري چى د سي پيک په اړه د چپن او پاکستان ترمنځ بې باوري موجوده ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د عمران خان وزير اعظم جوړيدو نه وروسته که دا پروژه ختمه شوې نه ده خو په دې کار هم د نيشت برابر دى.

بل اړخ هم د تيرې جمعې په ورځ خبري کانفرنس ته وينا کې د پاکستان د باندنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار تکرار کړې چې سي پىک پروژه باندې په چټکتيا سره کار کيږي او هغه په دې اړه دڅه خنډ راتلو امکان رد کړی دى.

عاصم افتخار زياته کړې د سې پيک لاندې د 27لویو پروژو کار وروستي پړاو کې دى.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د اولمپىکس يا د لوبو دنړيوالو سيالى دستوره کې ګډون لپاره به وزير اعظم عمران خان راتلونکې مياشت د چپن سفر کوي او رپورټونه زياتوي چينايي چارواکو سره ملاقاتونو کې به وزير اعظم عمران خان د پاکستان چين اقتصادي پروژې د راتلونکي په هکله هم خبرې اترې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG