لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ په کرونا وایرس 20کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې تیر یو شواروز بیا دکرونا وایرس دخوریدو په اړه سخت پاتې شوی اؤ دهیواد په بیلابیلو برخو کې 20 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

د اتوار په ورځ د کرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ښکاره کړې چې دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال پاکستان دکرونا وایرس 7586 تازه پېښې مخې ته راغلي دي.

دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دیو فیصدي نه هم په ښکته تللې وه اوس یو وارې بیا 13 فیصدي ته جګه شوې ده.

دسرکاري شمیر شیمرو له مخې دپیل نه تر دې دمه پاکستان کې په کرونا وایرس ټول 13 لکه67 زره اؤ 605 کسان اخته شوي اؤ 29097 تنان پرې مړه شوي هم دي.

این سي او سي وایي دا مهال چې هیواد کې کوم کسان په کرونا وایرس اخته دي هغوئ کې هم 1,083 تنانو حالت داندېښنې وړ دی.

پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې دخالي‌ په ورځ حکومت ښکاره کړې وه چې تر اوسه ګرد هیواد کې 171,470,850 کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي دي.

دپاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ده اؤ حکومت وایي چې په دې ابادۍ کې 35 فیصدي ابادۍ ته کرونا ضد ویکسین لګولي دي.

خو سرچینې وایي چې اوس هم پاکستان کې زیاتره خلک د کرونا وایرس خوریدو خبره دروغ ګڼي اؤ ددې وایرس په ضد د ویکسین لګولو نه ډډه کوي.

کارپوهان وایي د یو هیواد د 70 فیصدو نه زیاته ابادي چې د کرونا په ضد ویکسین واخلي نو تر ډیره حده ددغې رنځ نه وژغورلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG