لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې مور اؤ لور دغیرت په نوم وژل شوي دي


په مردان ښار لوندخوړ سیمه کې ځایي پولیس وایي خپلو وروڼو خور او خورزه د غیرت او عزت په نوم وژلي دي.

دپولیس سرچینې وایي د وژل شوې میرمنې وروڼو په خپله خور اؤ خورزه دبدلمنۍ شک لرلو اؤ هغوئ دشک په اساس وژل شوي دي.

دا پېښه د مردان ښار په تخت بايي تحصیل هاتهیان سیمه کې رامنځ ته شوې، پولیس وایي هغوئ د دریوؤ کسانو دوؤ وروڼو او یو لیور په ضد د 302مادې دلاندې دوژنو مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي خو تراوسه پېښه کې ککړ تنان نه دي نیول شوي.

دلونډ خوړ پولیس تاڼې محررعلیم خان ډیوه ته وویل ددوئ ترمنځ کورنۍ جګړې روانې وې .

د وژل شوې 55کلنې میرمنې دوؤ زامنو پولیسو ته ویلی چې ماماګان یې د وسلو سره کور ته ورغلي او د هغوئ په مور یې ډزی کړي او بیا ورستو یې د هغوی 27 کلنه خور هم ووژله کومه چې واده شوې،دڅلور بچو مور ده اؤ دهغوئ په ګاونډ کې ژوند کوي.

دبشري حقونو کارکونوکو ددې پېښې غندنه کړې او وایي چې پاکستان کې د غیرت او عزت په نوم په وژنو کی زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن د خیبر پښتونخوا صوبایي مرستیال مشر اکبر خان وایي د پاکستان هر وګړي ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده او باید چې ریاست په داسی قسمه پیښو کې پخپله فریق جوړ شي او ککړو ملزمانو ته سزا ورکړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دا د قانون نافذ کوونکو او د ټولنې دپاره د افسوس وړ خبره چې داسې پېښو کې پرله پسې اضافه کیږي.

د پاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي.

د نړیوال جنډر ګیپ انډیکس کې پاکستان په 153 هیوادونو کې په 151 نمبر دی چرته چې د داسې قسمه پیښو مخ نیوی کولی شي.

د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG