لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصحافیانو دتحفظ دقانون شپږمه ماده عدالت کې چیلینج کړی شوه


پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په دې وروستیو کې د حکومت لخوا عملي کړی شوې د صحافيانو د تحفظ د کال 2021 دقانون لانجمنه شپږمه ماده په اسلام اباد هایکورټ کې چلېنج کړې ده.

یاد قانون چې دپروټېکشن آف جرنلسټس اېڼډ میډيا پروفیشنلز اېکټ په نامه ېادېږى تېر کال قامي اسمبلۍ او سېنټ کې د منظورۍ اؤ د صدر عارف علوى د لاسلیک وروسته نافذ شوی دی.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکتر ناصر زيدي وي او ای ډيوه ته ویلي ددې قانون د شپږمې مادې پرضد یې د پاکستان بار کونسل د صحافيانو د تحفظ د کمېټې په لاس یې اسلام اباد هایکورټ کې خواست داېر کړی دی.

په دغه خواست کې دريځ خپل کړی شوی چې د یاد قانون شپږمه ماده د هېواد په دستور کې ورکړې شوې د اظهار د ازادۍ د حق پرضد ده.

ښاغلی زیدي وايي په پاکستان د معمول قوانین هم تل د مطبوعاتو او د اظهار د ازادۍ پرضد کارول شوي دي.

هغه وايي "مونږ ګڼو چې ددې قانون شپږمه ماده هم په صحافيانو د قدغن لګولو لپاره کارېدلی شي"

پاکستان کې د صحافيانو د تحفظ لپاره نافذ کړd شوي د کال 2021 ددې قانون که يو خوا صحافيان هرکلی کوي نو بل لوري ته ددغه قانون په شپږمه ماده نېوکې هم کوي.

د قانون په شپږمه ماده کې د نېک نيتۍ ذمه واري په صحافیانو اچول شوې ده او په کې ویل شوي چې خبريال او د مېډيا لپاره کار کونوکي به داسې مواد نه خپروي د کوم چې دروغ کېدل د هغه په علم کې وي.

صحافيان هم اندېښنه لري چې د نېک نیتۍ دا معامله حکومت د خپلو مقصدونو لپاره د صحافي پرضد کارولی شې.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په دې ورستیو کې خپل تازه راپور کې وېلي چې په پاکستان کې مېډيا او په حکومت نېوکې کوونکي خبريالان او فعالان د حکومت د لاسه ځورول کېدو سره مخامخ دي.

دبشري حقونو د څار نړیوال تنظیم د کال 2021 دپاره په دغه رپورټ کې دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت د اګست په میاشت کې د میډیا د قابو کولو لپاره نوې پاليسي تجویز کړې چې د وړاندې نه د بندېزنو ښکار مېډيا یې نوره هم د حکومتي فشار لاندې راوستې ده.

د اسلام اباد په هایکورټ کې د صحافيانو لخوا ددې خواست دایرونکي وکيل افتاب عالم ډيوه ته ویلي ددغه قانون د شپږمې مادې لاندې صحافيان پابند ګرځول شوي دي که چيرې هغوي ددغه شق سرغړونه وکړه نو په عدالت کې به یې پرضد دجنایي جرم په اساس کاروايي کېږي.

هغه وايي په دې قانون کې په صحافيانو داسې بنديز لګول شوی چي وايي که هغوئ ددې قانون څخه ګټه پورته کول غواړي نو لمړۍ به ورله د خپل خبر رښتينوالی ثابتول وي.

دې وايي هسې خو په نړيواله کچه منل شوی اصول دا دی چې د خبر ورکوونکي صحافي د خبر کره کتنه د مدير ذمه واري وي.

د صحافيانو دتنظيمونو لخوا ددغه قانون پرضد خواست باندې د اوریدنې وروسته د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د اطلاعاتو او بشري حقونو د مرکزى وزارتونو ترڅنګ د فرورۍ دمياشتې په نهمه نېټه د اټارنى جنرل څخه ځواب غوښتی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه د حکومت چارواکي په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغن لګولو خبرونه ردوي او وایي په پاکستان کې مطبوعات د ځنو مغربي هېوادونو نه هم زياته ازادي لري.

د بشري حقونو د څار دنړیوالې نړیوال سازمان هيومن رايټس واچ رپورټ وايي په کال 2021 کې په پاکستان کې د خبریالانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوې دي او وايي د اپریل په میاشت کې نامالومه وسله والو د ټي وي خبريال ابصار عالم په ډزو ژوبل کړې ؤ چې په حکومتي تګلارې او پوځ به یې نېوکې کولې.

همدغه شان بیا د مئ په میاشت کې نامالوم وسله وال د صحافي اسد علي طور په کور اسلام اباد کې ورننوتل او هغه یې د ځان سره په زور بوتلو،

د هغه سره د ملاتړ په سر د جيو نيوز دیوې خپرونې دمشهور کوربه حامد میر خپرونه هم له هغې وروسته وځنډول شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG