لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې‌ په اول ځل پولیسو دسپې د وژنې په ضد دیو تن خلاف مقدمه درج کړې


پېښور کې په اول ځل پولیسو د یو سپي د وژنې مقدمه دیو تن په ضد درج کړې ده اؤ څېړونکي وایي که په دغه تن د سپي د وژنې جرم ثابت شي نو دقانون له مخې ورته دبند سزا اورؤل کیدای شي.

دغه سپی چې خپل مالک ورباندې موتي نوم ایښی ؤ تیره ورځ متنو دمتنو بازیدخیل سیمه کې یو کس ویشتلی اؤ وژلی ؤ چې وروسته دیاد سپي دمالکانو شاه رحمان او سېف الرحمان په شکاېت دمتنو پولیس ددې پېښې په ضد مقدمه درج کړې ده.

د بازېد خېل وسيدونکي شاه رحمان وي او ای ډيوه ته ووېل دغه سپي به د ټول محلت څوکۍ کوله او ټولو به ورسره ډېره مينه کوله ځکه نه پوهيږي چې دده چا سره يې څه داسې دښمني وه چې سپی يې ورله په داسې بېدردۍ سره ووژلو.

هغه وايي د هغه سپی دومره بېدردۍ سره ويشتل شوی ؤ چې هغه په ګولیو سوری سوری ؤ او د زياتې وينې بهېدو له وجې هغه بچ نه کړی شو.

"دا مازيګر څه څلور نيمې بجې وې. دا سپی ما د خپل شوق لپاره ساتلی ؤ. دغه کسانو سره زما څه ذاتي دښمنې يا شخړه نه وه. زما سپی يې ويشتی دی نوره ورسره زما هيڅ شخړه نشته او نه راته دا پته ده چې ولې يې ويشتی دی"

د موتي د وژنې اېف ايي ار کې دوه کسان نومول شوي دي .خو پوليس تر اوسه دغه کسان نه دي نيولي.

په سردرياب چارسده کې د ظلم ښکار سپو او نورو ځناورو پناه ګاه لکي اېنيمل پروټېکشن شېلټر چلوونکې زېبا مسعود وايي دا ډېره ښه خبره ده چې په وړومبي ځل د يو سپي پر ضد د تشدد پحقله څه کاروايي شوې ده او غواړي چې دغه ملزمان ونيولی شي او ورته د قانون د لارې سزا هم ورکړی شي.


وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې وویل هغه وايي"دا ډېره غېر قانوني او غلطه خبره ده چې زمونږ ټولنه دومره ظلم کوي په ځناورو باندې. تر څو پورې چې سزا نه وي نو خلک به زده کړه نه کوي. دا زمونږ ذمه واري ده چې په خلکو کې دا احساس پېدا کړو چې دا دوي غلط کار کوي"

خو په ځناورو دتشدد کولو او وژلو په هکله قانون څه وايي؟ په دې اړه يو وکيل عماد خليل وايي په ځناورو يا مارغانو تشدد کول يو غېر قانوني عمل دی او ددې په قانون کې سزا هم شته دی.
هغه وايي:"د پاکستان پېنل کوډ ۴۲۸ دفعه دا وايي چې که چا هم د يو چا ځناور ته چې قيمت يې د لسو روپېو نه سېوا وي زيان ورسولو، زهر يې ورکړل او يا يې ووژلو نو هغه ته به دوه کاله قېد سزا ورکولی کيږي، يا به پرې جرمانه لګي او يا پرې دواړه هم لګېدی شي"

نوموړی وایي "بله دفعه د پاکستان پېنل کوډ سېکشن ۴۲۹ ده. دا دفعه دا وايي چې چا هم د يو چا ځناور ته هغه که اس وي، که مېخه وي، که غوا وي او که سپی او يا نور ځناور وي او د هغې قيمت د پنځوس روپيو نه سېوا وي، هغې ته څه زيان ورسولو، زهر يې ورکړل او يا پرې څه نور تشدد وکړو نو دغه کس ته تر پينځه کلونو پورې قید ملاوېدی شي، جرمانه پرې هم لګېدی شي او يا پرې دواړه هم لګېدی شي"

په ټولنه کې د ځناورو په خاصه توګه د سپو د ويشتلو او په ظالمانه طريقې سره دوژلو دا وړومبۍ پېښه نه ده.

د کال ۲۰۱۸ د جولايي مياشت کې هم د الېکشن نه وروسته د يو سياسي ګوند بیرغ کې تړل شوی د مخالف ګوند کارکنانو سياسي انتقام له پاره په علامتي توګه يو سپين سپی په ډېره بده توګه وژلی ؤ او په دغه سپي د تشدد دغه ويډيو خپرېدو نه وروسته دوه کسان نيولی شوي هم وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG