لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د قانون د عملدارۍ په لړ کې کار کولو ته ضرورت دی، د ټرانسپرنسي انټرنيشنل رپورټ ته د پاکستان غبرګون


د پاکستان د اطلاعاتو وزير ويلي، ټرانسپرنسي انټرنيشنل چې په پاکستان کې د غبن زياتېدو په اړه کوم رپورټ خپور کړی او د دوی په وړاندې څومره رپورټ مخې ته راغلی، په هغې کې يواځې د قانون د عملدارۍ او سياسي غبن په لړ کې درجه بندي راټيټه شوې ده.

د غبن يا کرپشن د څار غېر دولتي نړیوالې ادارې ټرانپرنسي انټرنیشنل په خپل کالیز رپورټ کې ویلي، په تېر کال کې په پاکستان کې غبن نور زیات شوی، او په 180 هېوادونو کې پاکستان د 124 نه 140 درجې ته ختلی دی.

ټرانسپرنسي انټرنيشنل د نهې/ سه شنبې په ورځ (25 جنورۍ) خپور کړي خپل کاليز رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې غبن نور سېوا شوی او په ملک کې هر ځای بډې رشوتونه اخستل کیږي.

ادارې ویلي، په کال 2020 کې پاکستان د غبن کوونکو ملکونو په 100 درجو کې په 31 نمبر وو او په 2021 کې يې ګراف راغورځېدلی او 28 نمبر ته راغلی دی، او د 2020 کال په مقابله کې په ملک کې په بډو رشتونو کې درې چنده اضافه شوې ده.

په کال 2018 کې چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان په مشرۍ په حکومت کې راغلی، او عمران خان وزیراعظم جوړ شوی، هغه وخت پاکستان د غبن کوونکو ملکونو په نړيواله درجه بندۍ کې په 117 نمبر وو، په 2019 کې 120 او په 2020 کې نور څلور درجې غورځېدلی 124 درجې ته او په 2021 کې 140 درجې ته ختلی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون د نهې/ سه شنبې په مازيګر د ټرانسپرنسي انټرنيشنل د رپورټ په غبرګون کې وويل، د يادې ادارې د ارزونې مختلف معيارونه دي چې په هغې کې د پېسو يا مالي غبن دی، احتساب دی، د قانون عملداري، سياسي غبن او جمهوريت شامل دي.

هغه وويل، "تراوسه پورې چې زمونږ په وړاندې کوم رپورټ راغلی دی په هغې کې د پاکستان سکور/ درجه بندي د پېسو يا مالي غبن له امله نه ده ويل شوې. ويل شوي د قانون د عملدارۍ او سياسي غبن له امله سکور/ يا درجه بندي راکمه کړی شوې ده".

نوموړي زياته کړه، "دغه رپورټ چې د کومو ادارو د لارې جوړ کړی شوی دی، په هغو کې نورو ټولو د پاکستان درجه بندي په ځای ساتلې ده، يواځې د اکانومسټ انټيلجنټ يونټ ادارې د پاکستان درجه بندي راکمه کړې ده، هغه د نوم اخستو پرته وويل،د دغه ادارې مشري په پاکستان کې څوک کوي؟، صحافيان دې وګوري".

خو هغه دا هم وويل "چې په دې شک نشته چې په پاکستان کې د قانون د عملدارۍ په لړ کې ډېر کار کولو ته ضرورت دی، او وزیراعظم څو ځله په دې خبره ټينګار کړی دی چې د قانون عملداري پکار ده".

فواد چودري وويل، "د قانون عملداري يو عمل دی او ټولو ادارو له پکې د کار کولو ضرورت دی او په ځانګړي ډول په دې کې به د عدالت کردار مهم وي".

نوموړي د شهباز شريف او د پيپلز ګوند د مشر (پخواني صدر) اصف علي زرداري د قضيو يادونه وکړه چې په هغې کار پکار دی.

د ټرانسپرنسي انټرنيشنل د رپورټ راتلو وروسته مخالفه ګوندونو پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د پاکستان تحریک انصاف په حکومت د غبن سختې نيوکې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG