لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو:د واده محفل کې په ډزو یو نرښځی وژل شوی،څلور تنه ژوبل


د خېبرپښتونخوا سویلي ضلعه بنو کې په واده کې دټنګ ټکو دیوې دمحفل پرمهال د دوؤ ډلو ترمینځه ډزې شوي چې پکې شغله نومي یو نرښځی وژل شوی او درې نور عام کسان ژوبل شوي دې.

په بنو کې د نرښځيانو مشر نرګس وي او ای ډيوه ته دا پیښه تایید کړې ده اؤ وایي دې پیښې زیات اندیښمن کړي او پریشان کړي دي.

د بنو پولیس وایي دغه پیښه د بنو میران تاڼې په حدود ګریړه شاهجهان سیمه کې په یو واده کې د موسیقۍ په راجوړ شوي محفل کې د دوؤ ډلو ترمینځ د نښتې په مهال شوې ده.

د بنو پولیس ډیوه ته ویلي پولیس سمدستي د پیښې ځایې ته رسیدلی او د پولیسو په پارټې هم ډزې شوي خو
پوليس وايي په ډزو کې دوئ ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پولیس پخلی کړی چې د ډزو دې پیښه کې درې تنه ژوبل شوي اؤ یو تن وژل شوی چې دغه وژل شوی اؤ ژوبل شوي تنان دبنو مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د بنو پولیس ویلي چې د وژل شوي تن پیژندګلو د فهیم الله په نوم شوې چې په بنو کې په شغله نوم مشهور خواجه سرا یا نرښځی ؤ.

پولیس وایي په دې پیښه کې ککړ کسان د موقعې نه تښتیدلي خو پولیسو یې په ضد مقدمه درج کړې اؤ دنیولو هڅې یې روانې دي.

پولیس ویلي په سمدستي ډول د پېښې په اړوند نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی او دوي مالومات رايوځائ کوي.

په بنو کې دنرښځیانو مشر نرګس (عمرخان) وايي دوئ بې وسه دي ،په دې اړوند د دوئ د نر ښځیانو غونډه روانه ده او دې پیښې زیات اندیښمن کړي او پریشان کړي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل شغله چې خپل نوم یې فهیم الله ؤ او تړاؤ یې دچارسدې ضلعې سره ؤ.په کور کې نه خپلو خلکو نه پرېښودو پریښودو اؤ زیات وخت یې پیښور کې تیر کړی ؤ او اوس مهال په بنو کې میشته شوی ؤ.

هغه زیاته کړه وژل شوی نرښځی په یوه بالا خانه کې د کورنۍ او خپلو خپلوانو نه لرې د ژوند په تیرولو مجبور ؤ او د خپل معاش لپاره به یې د ګډاګانو محفلونه کول.

په بنو کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی او د ټولنیزې پراختیا پروګرام موسیسې د بنو ضلعې مشر مشال خان وايي دلته نه يواځې نرښځيان وژل کيږي بلکې د نرښځيانو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکو ته هم ګواښونه کيږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل که په داسې موقعو څوک مدعیان جوړ شي نو سبا یې خپلو سرونو ته خطرې وي.

هغه وویل پکار ده چې پولیس په خپل مدعیت کې مقدمه درج کړي او په دې پیښه کې ککړ کسان عدالت ته راولي.

نوموی وایي وژل شوی خواجه سره پخپله بنو سیمه کې د نرښځیانو د حقونو د ملکي کچې دیوې موسیسیې فعال ؤ. او وخت په وخت به یې د غونډو پر مهال دنرښځیانو د حقونو غوښتنه کوله.

هغه په پولیس تور پورې کړو چې دوی ته تحفظ نه ورکوي ځکه یو شمیر نرښځیان ځورلو سره مخ کیږي چې پکې ځاني تاوانونه هم شامل دي

پاکستان کې د وروستيو ترسره شوؤ سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د ۱۰زرو نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي.

د دسمبر په میاشت کې دخیبر پښتونخوا په ملاکنډ بټ خیله سیمه کې یو نرښځی ته اور لګول شوی ؤ چې له امله یې هغه سخت سوځیدلی اؤ دعلاج لپاره دپېښور روغتون ته وړل شوی ؤ.

هغه وخت پېښور کې دنرښځیانو د ټولنې اؤ دمنزل فاونډیشن په نوم د دوئ دخیریه موسسې مشر ارزو خان وي او ای ډیوه ته ویلي ؤؤ په دې ملک کې د سپو اؤ نورو ځناورو تپوس کیږي خو دخواجه سرا څوک تپوس نه کوي اؤ که چرې دیو خواجه سراء سره دهغه دحق لپاره نور هیجړاګان ودریږي نو سبا خلک هغه هم وژني اؤ یا یې هم ځوروي.

د ارزو خان په وینا د دوئ لخوا راټولې کړل شوې شمیرې ښایي چې د تیرکال په اوږدو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې شپږ نرښځیان وژل شوي اؤ د ۲۵ پورې نور دبیلابیلو لارو دتشد ښکار شوي دي.

هغه وایي دا یوازې هغه شمیرې دي چې په ریکارډ راغلي دي خو په اصل کې دا شمیرې تر دې ډيرې لوړې دي خو زیاتره هیجړاګان چې دتشدد، جنسي تیري اؤ ځورونې ښکار شي نو هغوئ دخپلو کورنیو مجبوریتونو اؤ دمخالف فریق له ویرې غلي پاتې کیږي اؤ ورسره شوی زیاتی په ریکارډ نه راځي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG