لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې له افغانستان سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وشوه


واشنګټن ــــ د ملګرو ميلتونو جنرل سيکرټري انټونيو ګوتېریش د امنيت د شورا غونډې ته ويلي په افغانستان کې بشري مرستې کول او زر تر زره کول د نړۍ د پاره د وخت مهم کار دی چې په سيمه کې د ترهګرۍ د خورېدو مخه ونيول شي.

ښاغلي ګوتېریش د شورو- چارشنبې په ورځ د امنيت شورا له خوا رابلل شوې غونډې ته وویل په افغانستان کې د اکثريت خلکو ژوند لکه د تار نه اوېزان دی ځکه د موسم يخوالی، د هسپتالونو نشوالی، د خوراک ګراني، د ناروغیو زياتېدل او د تنخاګانو د نه تر لاسه کېدو له سوبه ټولې ادارې په کښېناستو دي چې تعليم او صحت پکې په سر کې دي.

هغه وايي وچکالي ده او د غربت کچه دې ته رسېدلې ده چې مور پلار د خوراک موندلو د پاره خپل بچي خرڅوي او افغانۍ کرنسي ورځ تر بلې په ښکته راوانه ده.

ګوتېریش په طالبانو غږ وکړو چې د بشري حقونو دې احترام وکړي، خلک دې د ځان سره ملګري کړي، په کابل کې تښتول شوې ښځې دې ازادې کړي، ښځو ته دې د کار کولو ازادي ورکړل شي او د ترهګرو ډلو دې ځان لرې وساتي.

هغه په نړۍ هم ږغ وکړ چې د افغانستان د بېلابېلو ادارو کارمندانو ته دې تنخاګانې په يو قانوني چوکاټ کې نېغ په نېغه د يو ټاکلي نظام لاندې ورکړل شي ګنې وایي بې روزګاري به په سيمه کې ترهګري او جرمونه وزېږوي.

په دې موقع د ناروې وزير اعظم جونس ګر سټور د خپل هېواد د دې پرېکړې دفاع وکړه چې د طالبانو پلاوی يې په رسمي توګه اوسلو ته غوښتی او وايي دوی طالبانو ته فرصت برابر کړو چې ښځې نر افغانان سره کښېني او د نړۍ غږ واوري چې د بشپړه بشري حقونو د احترام پرته څوک هم د دوی په رسميت پېژندنې ته تيار نه دي.

د چين او پاکستان نمايندګانو د افغانستان د کنګل شوو پنګو د پرانیستلو غوښتنه وکړه او د ايران نماينده وويل هېواد به يې په افغانستان کې د امن او استحکام د پاره کار کوي.

د چين نماينده وويل بايد د افغانستان سره بشري مرستې دې سياسي نه کړل شي او نه دې پرې سياست وکړل شي بلکې کنګل شوې افغاني شتمنۍ دې زر تر زره پرانیستی شي.

پاکستان وايي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نماينده پکار دی ځکه چې کنګل کوونکې يخني او کنګل شوې پيسې د افغانستان د خلکو غټه ستونځه ده.

خو د هندي نماينده د ملګرو ملتونو نه وغوښتل د طالبانو په هغه غړو دې د سفر بندېز په ځای پاتې شي چې ملګرو ملتونو په ترهګرۍ نومولي دي. هغه وويل 30 داسې طالبان دي چې په اوسني حکومت کې په لوړو څوکو دي او نړيوال ترهګر ګرځول شوي دي. هغه دعوه کوي حقاني، القاعده او نورې ترهګرې ډلې اوس هم سره يو ځای دي.

يوې افغانې فعالې او د ښځو د حقونو مبارزې محبوبې سراج غونډې ته وويل د دوی د يو جمهوري او يو پرمختللي افغانستان خوب تس نس شو ځکه چې وایي بيا افغانستان د طالبانو په ولقه کې دی.

اغلې سراج وايي “يو اين دې خپلې ژمنې پوره کړي چې زمونږ سره يې د کلونو راهسې کړي او دا دي شپږ مياشتې وشوې نه تعليم شته نه کار شته نه لوبې شته نه موسيقي شته. اوس به ښځه د محرم نه بغير بهر نه شي تلی نه به سفر کولی شي. د دې لکونو کونډو به څه کيږي؟”

محبوبه سراج نړيوالو ته وايي “مونږ خپله مبارزه کوو تاسو مو ملاتړ وکړئ او بله دا چې نه دې طالبان افغان ولس يرغمل کوي چې د نړۍ سره يې د رابطې په توګه وکاروي او نه دې نړۍ افغانان په داسې حال کې يواځې پرېږدي“.

د محبوبه سراج د دې غوښتنې- چې خارجي پلاوي دې د طالبانو سره په ليدنو کې يواځې سړي نه وي- په ځواب کې د امريکې استازې وويل امريکه به دا خبره په پام کې لري چې په راتلونکي کې نه يواځې په بهرنیو پلاوو کې ښځې وي بلکې طالبان هم په خپل پلاوي کې ښځې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG