لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلدیاتي انتخاباتو نوي منتخب شوي نمایندګانې وايي د ښځو پرمختګ به خصوصي توجه کوي


خېبر پښتونخوا کې په دې وروستو کې دبلدياتي او مقامي حکومتونو لپاره شوؤ ټاکنو کې برخه اخستونکې او کاميابې شوې میرمنې وايي په دغه انتخاباتو کې دوي د ډېرو خنډاڼو او چېلنجونو سره مخ شوې وې،په دغو خنډانو کې د ښځو وټرانو د دوي سره رويه او په دوي باور کول د دوي لپاره يو غټ چېلنج ؤ.

د اکوړي د يو ویلج کونسل نه کاميابه شوې يوه کونسلره کرن جان وايي ښکارېده دسياسي نظام او د سياستمدارانو نه خلک دومره مايوسه شوي وؤ چې په دوي هم چا باور نه کولو او دې منلو ته تيار نه وؤ چې ګنې د هغوي مسلې به دوي هوارې کړي.

هغه وايي"ما دا محسوسه کړه چې ما به ووټ غوښتلو نو د ډېرو ښځو هم دا ګيله وه چې ګراني ډېره سېوا ده او که تاسو کامیاب شوئ نو مونږ له به څه وکړئ؟.مونږ ووټ نه ورکوؤ

هغه وایي "د ډېرو دا مسلې هم وې چې ویل به يې زمونږ رجسټریشن نه دی شوی. او چې کوم خلک وړومبی ناظمان وؤ هغوي زمونږ لپاره هيڅ هم نه دي کړي"

کرن جان وايي کله به چې دوي ښځو ووټرانو له د ووټ غوښتو لپاره لاړې نو ښځو به ورته د مخکې نه ویل چې يوه ښځه اميدواره به لا د ښځو لپاره څه وکړي.

هغه زياتوي:"ما د خلکو راضي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو د هغوي وړومبۍ ګېلې دا وې چې مونږ له سړو څه ونه کړل نو يوه ښځه به څه وکړي"

په کال ۲۰۰۱ او بيا وروستو په کال ۲۰۰۵ کې په بلدياتي نظام او انتخاباتو کې برخه اخستونکې يوه پخوانۍ ناېب ناظمه او د نوښار د يو وېلج کونسل بدرشي نه په وروستیو ټاکنو کې بريا ترلاسه کونکې ناېله ناز وايي که مشکلات هر څنګه وي ښځو ته په سياست کې برخه اخستل پکار دي. ځکه چې دا د دوي حق دی.

هغه وايي"ولې چې يوه ښځه د ښځې په درد باندې پوهيږي، يوې ښځې لپاره ښځې ته رسايي، هغې له تلل او هغې سره خبره کول اسانه ده. او ولې چې د بلدياتي ټاکنو مطلب هم دا دی چې اولس ته دې سهوليات د کور په درشل تر لاسه شي"

نوموړې وایي دهیواد د ابادۍ ۵۲ فيصدي ابادي د ښځو ده. په سياست کې چې ښځې برخه اخلي نو دې سره يو ډېر ښه اثر په ټولنه پرېوځي

خو د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې سنديله خټک وايي په وروستيو بلدياتي ټاکنو کې ښځينه اميداورانو ته ډېرې ستونزې وې.

دسنديله خټک په وینا"اول خو هغوي (ښځو) ته د کور نه اجازت نه وي. که هغې خپل سم وکالت وکړو او اجازت يې واخستو نو هغې ته په کاغذونو کې ډېرې مسلې راوځي. کاغذونه جمع کولو کې هغوي ته ډېرې مسلې وي او ورسره پينځه زره فيس جمع کول وي. د دې مرحلې نه وروستو د ټاکنو ورځ راغله. په دې کې هغه ښځې چې کومې دېرې سرګرم وې، تکړه وې او هغوي کار کولی شو ځکه چې هغوي د خپلو ستونزو نه خبر وې نو سړو خپلې ښځې منعې کړې چې هغوي ته به ووټ نه ورکوئ"

په خېبر پښتونخوا کې صرف په وړومبۍ مرحله کې په بلدياتي انتخاباتو کې ۲۳۸۲سيټونو يا چوکو لپاره څه ۴۲۱۴ ښځینه اميدوارانو برخه اخستې وه.

خو دغه مرحله کې کاميابې شوې ښځې وايي اوس هم ډېرو اميدوارانو ته د حکومت له خوا په سرکاري کچه د دوي د کاميابۍ په حقله څه سرکاري خط يا پېغام نه دی راغلی. او دوي ګيله کوي چې داسې ښکاري حکومت هم په بلدياتي نظام کې د ښځو ګټو او حېثيت له څه اهميت نه
ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG