لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو په افغان پوله ازغن تار لګولو سره مخالفت ښودلو،مذاکرات ورسره ختم شوي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي دپاکستاني طالبانو لخوا د اوربند ماتولو وروسته دوئ سره دخبرو اترو دروازې تقریباً بندې شوې دي.

هغه وایي طالبانو افغانستان سره په لګیدلې پوله دازغن تار په لګولو اعتراض لرلو اؤ دهغو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه یې هم لرله چې دپاکستان عدالتونو ورته سزاګانې ورکړې دي.

هغه داخبرې دبرتاتوي خبري اژانس بي بي سي اردو سره یوه مرکه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال مطبوعات دباخبره سرچینو له خولې دعوې کوي چې په دې نزدې وختونو کې دپاکستان حکومت یو وارې بیا دافغانستان خوست ولایت ته په پاکستاني طالبانو پسې جرګه ورلیږلې ده ترڅو هغوئ دپاکستان سره سولې اؤ اروببند ته اماده کړي.

دتېر کال په وروستیو کې هم دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دافغان طالبانو په منځګړتوب دسولې خبرې شوې وې اؤ دغو خبرو نتیجه کې دواړو خواؤ دیوې میاشتې اوربند هم کړی ؤ چې وروسته طالبانو ددغه اوربند غځولو نه انکار کړی ؤ.

شیخ رشید وایي دافغانستان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی چې دافغانستان خاوره به دپاکستان په ضد نه کارول کیږي اؤ هغوئ دخپله انده دپاکستاني طالبانو پاکستان سره پخلاینه کې هڅې هم کوي خو شیخ رشید وایي داسې برېښي چې په ځېنو ځایونو کې بیا دافغانستان طالبان په ټي ټي پي زیات وس نه لري.

دغیر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د محسودو قبېلې دڅو کسيزه جرګې د طالبانو غړو سره څو ورځې وړاندې دافغانستان خوست ولایت کې ليدل شوي دي.

دښاغلي منصور محسود په وینا دې جرګې ته طالبانو هم هغه غوښتنې ايښودې دي د کومو په بنياد چې تېر ځل اور بند ختم شوی ؤ او جرګې ډيرې لاس ته راوړنې نه دې کړي.

دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دمذاکراتو داخبرې په داسې حال کې یو وارې بیا تودې شوي چې په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې اؤ په دې بریدونو کې دعامو خلکو ترڅنګ ګڼ شمیر پاکستاني عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دتیرکال ددسمبر مياشت کې پاکستاني طالبانو د پينځه څلويښتو بريدونو او روانه مياشت کې يې تراوسه د ديرشتو نه د زياتو بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده.

روانه مياشت د پاکستان لويو ښارونو کې هم پاکستاني طالبانو دبریدونو دعوې کړې دي چې پکې کراچۍ او اسلام اباد هم شامل دي۔

روانه مياشت دټي ټي پي له لوري د زياتو بريدونو ذمه وارۍ د خېبر پښتونخوا وزيرستان، باجوړاو ډيره اسماعيل خان سیمو کې پغاړه اخستل شوي دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG