لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان ګڼ شمیر قوانینو کې بدلونونو ته قانون پوهان په څه نظر ګوري؟


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د انصاف موثره انتظام د ریاست ذمه واري ده او د هیواد په تاریخ کې په لمړي‌ ځل حکومت د برتانیې د دور په قوانینو کې بدلون راوستی دی.

وزیراعظم عمران خان تیره ورځ د یوې غونډې ته وینا کې ویلي د حکومت لخوا په سول او کریمنل پروسیجر کوډ کې اصلاحات به دهیواد دننه چټک انصاف باوري کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په شاوخوا ۷۰۰ قوانینو کې بدلون راوستل شوی اؤ دقانون دمرکزٍي وزیر فرغ نسیم ترمخه دا به د ارډیننس نه بلکې د پارلیمان دلارې قانون جوړ کړې شي.

دقانون وزیر وایي چې قانون جوړول د دوئ کار ؤ او اوس ددې عملې کولو کې دې عدلیه، وکیلان، پولیس ، پلټونکې ادارې او عام ولس خپل رول ولوبوي.

مشر قانون پوهه او دسپریم کورټ د وکیلانو داتحادیې مشر لطیف اپریدې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د قانون پوهانو او نورو اړونده ادارو سره له سلا مشورې پرته په بېړه کې په قوانینو کې دکیدونکو دغو ترمیمونو عملي کولو کې حکومت د ستونزو سره مخ کیدای شي.

د قانون د وزارت له اړخه د وړاندې شوؤ ترمیمونو تر مخه د تورنو کسانو د معاینې د پاره میډیکل بورډ کې به دنفسیات ماهر شامل وي-

دې ترامیمو کې ایس ایچ او د پاره دګریجویشن ډګري لازمي ګرځول شوې اؤ هم به د مفرور شوؤ ملزمانو شناختي کارډونه او بینکي اکاونټونه کنګل کیږي.

همدا شان جلسو جلوسو ته به وسلو وړلو اجازه نه وي، غیر سنجیده مقدمو کې به سیشن کورټ تر لسو لکو روپو جرمانه لګولی شي،که چرې په ۹ میاشتو کې مقدمې پائ ته ونه رسولی شي نو ټرايل کورټ ته به هايې کورټ نه ځواب ورکول وي.

دترمیمونو په اساس فوجدارې مقدمو کې له د درېوؤ ورځو څخه زیات ځنډ نه شي کولی اؤ د منشیاتو په مقدمو کې دمرګ دسزا پر ځائ د عمري بند سزا تجویز کړل شوې ده.

په مقدمو کې به اډیو، ویډیو او ایمیل د ثبوت په توګه قبلول کیږي اؤ دګواهانو دګواهۍ د ویډیو لنک د لارې داخستل کیدو تجویز هم ورکړی شوی دی.

دپولیس په حراست کې په غیر قانونې توګه دیو تن ساتل کیدو د۷ کالو دبند تجویز شوې ده -

د ښځو دجاسوسې کوونکي تن دمجرم ګرځولو وړاندیز هم په یادو ترمیمونو کې شوی دی.

مشر قانون پوهه صادق عباسي وایي که چرې دغه ترمیمونه قانون جوړ هم شي خو حکومت ته به په دې اړه دامنیتې او پلټونکو ادارو او د پولیس چارواکو تربیت ته پام راوګرځول وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "په ۹ میاشتو کې د مقدمې پریکړې یو ښه ګام دی خو ددې د لازمې ګرځولو سره دا امکان هم کیدای شي چې په تلوار کې انصاف ونه شي- په دې اړه د بینچ او بار دواړو تر منځ سلا مشوره ضروري ده"

د قانون پوهانو تر مخه دانصاف ورکړه کې بېړې ته اړتیا ده خو دومره هم نه چې د انصاف خپل عمل ته زیان ورسيږي-

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG