لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:دعوامي نیشنل ګوند ځایي مشر شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ وژل شوي


shah khalid
shah khalid

دعوامي نیشنل ګوند باجوړ یو وتلی مشر شاه خالد اؤ دهغه دکاکا زوئ سیمع الله چې کونسلر هم ؤ دنامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

دجمعې په ورځ دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ سمیع الله په یو ګاډي کې روان وؤ چې دباجوړ خار په یوسف اباد سیمه کې پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ هغوئ دواړه یې وژلي دي.

شاه خالد دعوامي نیشنل ګوند دسالارزو تحصیل پخوانی صدر اؤ په باجوړ کې زیات سیاسي فعال شخصیت ؤ اؤ ویل کیږي څو میاشتې وړاندې دهغه پلار هم د وسله والو یو برید کې وژل شوی ؤ.

تراوسه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو دباجوړ ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او عبدالصمد خان وایي شاه خالد اؤ دهغه د تره زوئ د شخصي دښمنۍ په اساس وژل شوي اؤ دا پېښه دترهګرۍ سره هیڅ تړاؤ نه لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ددباجوړ دپولیسو ضلعي مشر عبدالصمد خان ویلي چې دشاه خالد دکورنۍ زړه دښمني روانه وه اؤ په دې دښمنۍ کې پروسکال دشاه خالد پلار هم وژل شوی ؤ.

دپولیس مشر وینا ده چې دوه اوونۍ وړاندې پولیسو دشاه خالد د پلار د وژنې دوسیه کې د ریحان په نوم یو تن نیولی اؤ محکمې ته ېې وړاندې کړی دی.

هغه وایي د فریفینو ترمنځ عدالت کې کیس روان دی اؤ نن عدالت څخه دبیرته ستنیدو په مهال په شاه خالد اؤ دهغه دتره په زوئ سمیع الله ډزې شوي اؤ هغوئ دواړه وژل شوي دي.

هغه وویل پولیسو دې پېښه کې دککړو تنانو دنیولو لپاره چټک هڅې پیل کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي چې شاه خالد سیمه کې دپولیو ورکر ؤ خو پولیس وایي چې په دې خبره کې هیڅ حقیقت نشته اؤ شاه خالد دپولیو د ورکر په توګه کار نه کولو.

تر دې وړاندې په ۱۹مه دسمبر دبلدیاتي ټاکنو په مهال هم باجوړ کې دعوامي نیشنل ګوند د ورکرانو په یو ګاډی بمي چاودنه شوې وه چې پکې د ای این پی دوه فعالین وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.

همدا شان ددغه بلدیاتي ټاکنو نه یوه ورځ وړاندې په ۱۸م دسمبر دخیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې هم د عوامي نيشنل ګوند کانديد عمر خطاب شيرانی نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG