لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې د پب جي لوبې کوونکي هلک خپله مور، دوه خوېندي او ورور وژلي دي، پولیس وایي


PUBG online mobile game
PUBG online mobile game

د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، يو تنکي ځوان هلک چې د پب جي (PUBG) لوبه يا ګېم يې کولو، خپله مور، دوه خوېندې او ورور يې وژلي دي.

د پنجاب پوليسو (اېس اېس پي) عمران وايي، د دغه پېښې وروسته یې چې په وژنو د تورن هلک نه پوښتنې وکړې، دوی ته مالومه شوې چې په دغه هلک د پب جي لوبې اثر وو او د هغې اثر له امله يې تماچه راخستې، او دغه وژنې يې کړي دي.

پوليس ويلي دغه هلک چې وژنې يې کړي د 12 ټولګي زده کوونکی دی. هغه ويلي چې کله به يې په لوبه کې ماتې خوړه هغه به ځانله کېدو، مايوسۍ ته به تلو او يو خاص کیفيت به پرې راتلو، او د دغه کيفيت له امله يې د شپې په مهال تماچه راخستې اول يې په مور ډزې کړي، بيا يې خويندې ويشتي او بيا يې ورور ويشتی دی.

ايا پب جي لوبه دې ته هڅول يا پارول کوي چې څوک دې ټوپک تماچه راواخلي او ډز دې وکړي؟، په موبايل پب جي لوبه کوونکی 33 کلن ګل محمد وايي، هو، دا لوبه په سړي اثر کوي خو د هغه په وېنا کېدی شي د دې تعلق د عمر سره وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، تعلق يې د عمر سره خامخا دی او په ماشومانو به يې اثر وي ځکه چې د دې لوبې کوم اصطلاحات دي، لکه چې ټوپک راواخله، ګولۍ راکه، او نورې داسې خبرې، ځکه د دې اثر په عمل کې راتلی شي.

هغه وویل هغه دا ګېم يا لوبه د لوبې تر حده کوي، خو کله کله په لوبه کې کارېدونکي اصطلاحات يا خبرې په عادي ژوند کې هم د هغه خلې نه ووځي. د هغه په نظر ماشومانو ته دا څيز رښتيا ښکاري، او کېدی شي هغه دا سوچ کوي که په رښتيا داسې وکړي نو څنګه به شي.

د نفسياتي ناروغو ډاکټره سبا وايي، که پب جي ګېم يا بله کول او يا داسې لوبه يا ډرامه ليدل د حساب نه زیات شي نو د هغې اثر خامخا وي، او اثر د دې حده پورې تلی شي چې دغه ګېم کوونکی يا ډرامه او فلم کتونکی دې ته راپارولی شي چې هغه دغه کار په عمل کې راولي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې سبا وویل، دا نفسياتي ناروغي ده چې يو څيز ډېر زيات شي نو هغه بيا خامخا اثر کوي، ماشومان دومره پرېښودل نه دي پکار چې هغه پسې هر څه پرېږدي او يواځې په دغه لوبه کې ننوځي.

هغې وويل چې مور پلار په ماشومانو نظر ساتل پکار دي چې هغه هر وخت يواځې يوه لوبه نه کوي، پکار ده چې د يو ټاکلي وخت لکه څو دقيقې دغه لوبې ته پرېښودل شي.

هغې زیاته کړه، کله چې يو عمل ډېر زيات شي نو که ماشوم وي او که لوی وي هغه بيا دې حد ته تلی شي چې دغه تن په خپله دغه لوبه يا کار په عمل کې راولي، دا نفسياتي مسله ده ځکه په دې کې ډېر احتياط پکار دی.

په لاهور کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته پوليس چارواکو ویلي، دوی ګڼي چې د پب جي لوبه په ځانګړي ډول په ځوان کُل بدې اغېزې کوي او دوی ته دغه رنګ پېښې وړاندې هم رپورټ شوي دي، ځکه د پنجاب پوليسو پرېکړه کړې چې مرکزي حکومت ته سپارښتنه وکړي چې په پب جي لوبه بندېز ولګوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG