لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش افغانستان کې پراختیا مومي،طالبانو لپاره یې مخنیوی ګران دی،څېړونکي وایي


تير کال 2021م کې د داعش ډلې د بريدونو په اړه شوې نظر پوښتنه ښايي چې داعش تر ټولې زیاتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې کړي دي۔

پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته دغه ډله افغانستان کې پراختیا مومي اؤ په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې موجودیت د افغان طالبانو د پاره يو لویې ګواښ دی.

څېړونکي وایي طالبان دا وخت په اقتصادي او سياسي توګه دومره کمزوري دي چې دوئ په بشپړه توګه دداعش مخنيوی نه شي کولی۔

بلخوا د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني وي او ای ډيوه ته ويلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړۍ نورو ملکونو لپاره د خطرې لامل نه شي ګرځېدلی۔

څېړونکې وايي په افغانستان کې دا وخت داعش خراسان يوازینۍ داسې ترهګره ډله ده چې د افغان طالبانو په ضد جنګېږي او په بيلابيلو ښارونو کې د ترهګرۍ د پېښو ذمه واري هم په سر اخلي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي افغان طالبان د موجوده سياسي ستونزو او اقتصادي بحران له امله نه شي کولی چې په هېواد کې دداعش خراسان په مکمله توګه مخنيوی وکړل شي۔

" چې دوی کله حکومت ته راغلل نو حکومت کې خو به دوی جنګ نه شي کولی په هغه انداز چې دوی به غرونو ته وختل او جنګونه به يې کول"

نوموړی وايي " اوس خو به دوئ له يو کنونشل يا روايتي پوځ پکار وي او په موجوده حالاتو کې د دوئ د وس کار نه دی، او بل دا چې د دوئ خپل منځ کې اختلافات هم سېوا دي او ترشا یې هم داسې کوم سپورټ يا مرسته نشته، بل طرف ته که مونږ وګورو نو دا نظريه هم ده چې د داعش په شا داسې څه عالمي طاقتونه دي چې هغوی داعش کارول غواړي د دې علاقې د غېر مستحکم کولو لپاره، نو که دغه خبره وي نو بيا دا (داعش) يو مضبوط طاقت دی او طالبان يې نه شي کنټرول کولی"

په اسريل کې د مير اميت په نوم د استخباراتو او ترهګرۍ د مالوماتو مرکز د څېړنې په هکله د وي او ای په یو رپورټ کې ويل شوي چې داعش خراسان تير کال په افغانستان کې تر ټولو زيات 365 ترهګریز بريدونه کړي او 2210 کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده۔

رپورټ کې ويل شوي په کال 2020م کې داعش په افغانستان کې 82 بريدونه کړي او 835 کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه۔

څېړونکي وايي داعش خرسان د افغانستان ترڅنګ د ګاونډي هېوادونو لپاره هم يو لویې ګواښ دی او دغو هېوادونو ته به مخه کوي چې له امله به يې د افغانستان ترڅنګ نزدې هېوادونو کې هم د امنيت وضعه خرابه شي۔

په افغانستان کې د داعش خراسان پرضد د طالبانو لخوا دترسره شويو عملياتو په اړه د د امنیتي چارو څېړنکار او د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وي او ای ډيوه ته وايي د دغې عملياتو په نتيجه کې يو شمېر د داعش خراسان غړيو د پاکستان مخه کړې او د موجودګۍ ښکاره کولو لپاره وخت په وخت د کاروايانو ذمه ورۍ هم اخلي۔

" خوا وشا دوه مياشتې مخکې افغان طالبانو چې د دوئ خلاف اپرېشن شروع کړو نو ډېر يې کمزوري کړل شو د دوئ ځيني خلک راغلل پاکستان ته او باجوړ او مومندو علاقه کې پټ شول او ځينې پکې ټي ټي پي کې شامل شول، پاکستان کې د دوی نټ ورک يا شبکه ډېره کمزورې ده، او دعوې صرف دې لپاره کوي چې په ميډيا کې راشي او خلکو ته خپله موجودګي وښايي"

د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني وي او ای ډيوه ته وايي داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړۍ نورو ملکونو لپاره د خطرې سوب نه شي ګرځېدلی۔

" اوس نوي نظام کار شروع کړی او د دوئ چې کوم امنیتي نظام دی نو هغه ورځ تربلې په ښه کېدو دی او هغه کنټرول يې په زياتېدو دی، د هغوی (داعش خراسان) ډيرې منصوبې شنډې کړل شوي، ډېر زيات غړي یې ووژل شول، ډېر زيات يې ونيول شول نو في الحال داسې يو غټ ګواښ هغوئ افغانستان او نړيوالو ته نه دی"

ياد مرکز چې روانه اوونۍ د داعش د بريدونو په اړه خپل رپورټ جاري کړی، پکې ويل شوي چې افغانستان کې د داعش بريدونه د تير کال د نيمايۍ نه وروسته هغه وخت زيات شوي چې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه وتلي او طالبانو دغه هېواد نيولی دی۔

د وي او اې د خبر ترمخه داعش تیر کال تر ټولو خونړی بريد د اګست په مياشت کې د کابل په هوايي اډه کړی، او په دغه ځانمرګي بريد کې د 170 پورې افغان وګړي او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG