لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان غواړي دبیجنګ سفر کې دچین نه درې اربه ډالر پور ترلاسه کړي،رپورټ


ټاکل شوې دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دریمه فرورۍ چین ته سفر کوي اؤ دولتي سرچینې وایي چې په دې سفر کې عمران خان دچین څخه د دریوؤ اربو ډالرو پور ترلاسه کولو اؤ شپږو مدونو کې دسرمایه ګزارۍ ته لیواله دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان په حکومت وړاندې نه مخالف سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي نیوکې کوي چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه یې دپورونو ترلاسه کولو دپاره هیواد کې نوي ټیکسونه لګولي اؤ په عام ولس یې ګراني مسلط کړې ده.

د اتوار په ورځ دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خزانې د وزارت دیو لوړ پوړي چارواکي(چې نوم یې نه دی ښودل شوی) له خولې لیکلي چې حکومت چین نه د درېوؤ اربو ډالرو دپور اخستو لپاره دخواست په کولو غور کوي ترڅو په دغو پیسو د زرمبادلې ذخیرې غني کړي.

تر دې وړاندې هم چین پاکستان ته په بیلابیلو مدونو کې ۱۱ اربه ډالر په پور ورکړي دي اؤ تیره میاشت دسعودي حکومت هم پاکستان ته درې اربه ډالر قرضه ورکړې وه .

ټریبیون ورځپاڼه وایي دسعودي دپور دپیسو ترلاسه کولو څخه دمخه دپاکستان د زرمبادې ذخیرې 15.9 اربه ډالره وې اؤ روانه میاشت دا 16 اربو ډالرو ته رسېدلي دي.

تیرکال داکتوبر په میاشت کې دپاکستان دولتي بینک پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې دپاکستان بهرني پورونه د روان کال د جولايي تر میاشتې 122 بیلینه ډالرو ته رسیدلي دي-

تیرو لسو کلونو کې دوه چنده شوؤ دغو پورونو کې تر ټولو زیات د عمران خان د واکمنۍ په دوره کې ترلاسه کړی شوي دي.

د ورځپاڼې په رپورټ کې راغلي چې چین څخه دپور ترلاسه کولو دخواهش ترڅنګ پاکستان غواړي چې بیجنګ ته دعمران خان په دې سفر کې چین نه په مالیاتي،سوداګریزو اؤ دسرمایه ګزارۍ په څانګو کې هم مرسته وغواړي اؤ ددې ټولو خبرو دایجنډې جوړولو لپاره په اسلام اباد کې دنهې په ورځ یوه مهمه غونډه هم راجوړیدونکې ده.

دچین ته په سفر له تګ وړاندې اوړمه ورځ وزیراعظم عمران خان پخپله یوه مرکه کې ویلي هغه غواړي چې دپاکستان دپرمختیا اؤ د ولس دښې ورځې لپاره چین ځانته دمثال په توګه کښیږدي اؤ په هغه لارو چارو تګ وکړي چې چین پرې خپل ولس له بدو ورځو خلاص کړی دی.

خو دعمران خان په دې څرګندونو دهغه پخوانۍ میرمنې خبریالې ریحام خان خپل غبرګون کې ویلي چې" سلیکټیډ" کله دسعودي نه قرض یا امداد غواړي نو دمدینې د ریاست نوم استعمالوي اؤ اوس چې دچین دسفر نه واړندې چین ځانته مثال جوړوي نو مطلب یې دادی چې دچین په سفر کې به هم کچکول په لاس کې نیسي.

ریحام خان په ټویټر دعمران خان له نوم اخستنې پرته لیکلي "د څلورو کالو راهسې کله برتانیه ،کله امریکا،کله ترکي اؤ کله چین دبېلګې یا ماډل په توګه یادوي اؤ دهغوئ مثالونه ورکوي خو دپاکستان حالاتو ته چې وکتل شي نو داسې ښکاري لکه چې دلته د ایتهوپیا یا صومالیه مثال نافذ دی"

دچین څخه دنوي پور اخستنې دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې ده چې دوه ورځې وړاندې دپاکستان حکومت دسینیټ څخه دهیواد دولتي بینک ته دخپلواکۍ ورکولو ترمیمي قانوني مسوده د یو ووټ په اکثریت منظور کړې ده.

دپاکستان حکومت تیرکال دمارچ په میاشت کې دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د۵۰۰میلیونه ډالرو دپور دقسط ترلاسه کولو په مهال منلې وه چې دهیواد مرکزي بینک ته به خپلواکه بڼه ورکوي اؤ دې لړ کې مخې ته پراته ټول قانوني خنډان به ختموي.

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پاکستان ته د یو ارب ډالرو قرضې دقسط جاري کولو په مهال په پټرولیم مصنوعاتو دلیوي مالیې لګولو اؤ اسټيټ بینک ته دخپلواکه بڼې ورکولو شرطونه اېښودي وؤ.

څېړونکي وایي هرکله چې دا قانوني مسوده دهیواد دصدر لخوا دلاسلیکولو نه وروسته دقانون شکل خپل کړی نو پاکستان به بیا دخپل دولتي بینک نه پور نه شي اخستی اؤ دشخصي بینکونو نه به په ګرانو نرخونو اؤ شرطونو پورونو ترلاسه کولو ته اړ وي

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو ایي ایم ایف په وینا اسټیټ بینک ته دخپلواکه بڼې ورکولو سره سخت مخالفت ښودلی اؤ دریځ لري چې حکومت دبهرنیو پورونو لپاره دهیواد سرکاري بینک ایم ایم ایف سره ګاڼه کړی دی خو حکومت بیا وایي چې دهیواد دمعاشي ثبات لپاره اسټيټ‌ بینک ته خپلواکه بڼه ورکول ضروري دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG