د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست محفوظ کړی شوې فېصله نن هم وانه ورول شوه او د اورېدنې دپاره پکې د فرورۍ 14م بله نېته ورکړی شوه.
د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (31 جنورۍ) وي اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې د علي وزير د ضمانت په خواست د محفوظ کړی شوې فېصلې په اړه اورېدنه وشوه او نېټه پکې بدله شوه اوس به دا اورېدنه په 14 فرورۍ کيږي.
ياد عدالت په 28دسمبر دا فېصله محفوظ کړې وه.
په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت مقدمه جوړه شوې چې هغه د پي ټي اېم د مې د میاشتې د جلسې دپاره کمپاين کولو. په ياده قضيه کې په علي وزیر فرد جرم لګول شوی دی.
علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی دی، خو اوس د هغه پرضد بله مقدمه روانه ده.
قادر خان اېډوکېټ وايي، نن د علي وزير د ضمانت د خواست د محفوظ شوې فېصلې د اورېدنې په مهال عدالت وويل، چې علي وزیر دې د بنو عدالت ته بوتلی شي، د هغې وروسته به هغه خپله فېصله اوروي.
په 28 قادر خان اېډوکېټ وي او اې ته ویلي وو، د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو د سيند صوبې حکومت ته ويلي چې اجازه ورته ورکړي چې علي وزیر د شمالي وزیرستان د میرانشا تاڼې ته وليږي.
د سيند صوبايي حکومت ته د جېل سپرنټنډنټ ويلي، د کال 2020 په قضيه کې د علي وزیر پرضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير او نورو بندي غړو دپاره احتجاجي جلسې روانې کړي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او د تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.