لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي اېن اي: پاکستان کې د مطبوعاتو او اظهار رايې په ازادۍقدغنونه سېوا شوي


د پاکستانيو ورځپاڼو د ايډيټرانو اتحاديې يا پاکستان کونسل اف نيوز پېپر ايډيټرز (سي پي اېن اي) ويلي، په پاکستان کې په کال 2021 کې د ميډيا او اظهار رايې ازادي او مالوماتو ته د لاسرسي قدغنونه سېوا شوي دي.

څيړونکي وايي په پاکستان کې خبريالان او مطبوعاتي ادارې د رياستي ادارو او غېر رياستي تنظيمونو لخوا د دباو لاندې دي.

د پاکستان حکومت لا دغه رپورټ ته خپل عکس العمل نه دی ښودلی، خو حکومت تل دغسې تورونه رد کړي او وايي په ملک کې ميډيا په مکمله توګه ازاده ده.

د سي پي اېن اي په رپورټ کې ويل شوي په کال 2021 کې په پاکستان کې پينځه خبريالان وژل شوي ، دوو خبريالانو د بې روزګارۍ له وجې ځان وژلی، نهه د کرونا وبا له امله مړه شوي، 28 خبريالان د جسماني تشدد ښکار شوي، څلور اغوا کړی شوي، او لسو خبريالانو په ضد مقدمې درج شوي دي او دغسې ګڼو خبريالانو ته نامالومه ټېلفونونه شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي په کال 2021 کې بېلابيلو حکومتي، غېر حکومتي او رياستي اقداماتو له وجې خبريالان د دباو لاندې ساتل شوي دي.

په پاکستان کې د ميډيا ازادۍ د پاره کارکونکی او د فريډم نېټ ورک نومې ادارې مشر اقبال خټک ډيوه ته وويل په پاکستان کې د ميډيا حالاتو ته په کتو دغه رپورټ سل په سله سم ښکاري، ځکه چې دلته خبريالان وژل کيږي، د ليکلو او د ويلو ازادي هم تر ډېره حده کمه شوې ده.

"دلته پينځه جرنلسټان وژل شوي دي نو تاسو اندازه ولګوئ چې ليکل او وويل څومره ګران دي، او بيا د وژل شوو جرنلسټانو ملزمان هم نه نيول کيږي".

د پاکستان تحریک انصاف حکومت که څه هم د سي پي اېن اي رپورټ ته په سمدستي توګه غبرګون نه دی ویلی، خو د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري يو ټويټ ته په ځواب کې په پاکستان کې د ميډیا د ازادۍ په اړه ویلي،

په پاکستان کې په صحافت هیڅ قدغن نشته.

چودري د تېر کال مې په مياشت کې د ميډيا د ازادۍ په ورځ ويلي وو په پاکستان کې په ميډيا د قدغنونو يا سنسر شپ هيڅ تصور نشته دی او دلته ميډيا په مکمله توګه ازاده ده.

خو د بې پولې خبريالانو يا رپورټر ود اوټ بارډر د رپورټ ترمخه پاکستان د ميډيا د ازادۍ په نوملړ کې په 180 هېوادونو کې په 145 نمبر دی، د دغه ادارې ترمخه په پاکستان کې ميډيا د وړاندې نه د رياستي ادارو دباو لاندي وه او دغه دباو د عمران خان په حکومت کې د راتلو وروسته لا نور زيات شوی دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي دلته خبريالان وژل کيږي او د ميډيا ادارو ته معاشي مشکلات دي په کوم صورتحال کې چې په ازاده توګه کار کول ګران شوي دي.

هغه وويل، "اکثر له په ميډيا ادارو دباو وي او خبريالان خبرو ته نه پريښودل کيږي، لکه طلعت حسين او نور غټ خبريالان د خپلو دندو نه لرې کړی شوي دي".

د سي پي اېن اي په رپورټ کې د ځني حکومتي ګامونو ستاينه هم شوې ده او د سيند اسمبلۍ لخوا او د وفاقي حکومت د جرنلسټانو د تحفظ بل منظوري ستايل شوي او په نورو صوبو يې هم غږ کړی چې د خبريالانو تحفظ د پاره دې قوانين جوړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG