لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معید یوسف: پاکستان او افغانستان د مال په بدل کې د مال په تجارت سلا شوي دي


تورخم سرحدي دروازه
تورخم سرحدي دروازه

پاکستان او افغانستان، په سرحد باندې د اسانتياوو جوړولو د پاره په قامي کچې د يو همغږي ميکانیزم جوړولو پريکړه کړې او دواړه هيوادونه په بارټر ټرېډ يا د مال په بدلې د مال تجارت شروع کولو باندې هم سلا شوي دي او بل دا چې دې د پاره به طريقې ډيرې زر تيارولی شي. دا خبره د پاکستان د قامي سلامتیا سلاکار معيد يوسف د کابل دوه ورځني سفر نه وروستو د اتوار/یکشنبې په ورځ په يوه سرکاري اعلاميه کې شوې ده.

پاکستاني تاجرانو او کاروباريانو د دې ګام هرکلی کړی او وايي چې ضرورت د دې خبرې دی چې سملاسي دې ورته يو میکانېزم جوړ کړی شي.

د دوى وينا ده چې د بارټر ټرېډ ګټې به دواړو هيوادونو ته ورسيږي او دوه اړخيزه تجارت به ورسره ښه شي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د فيډرېشن اف پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز پخواني صدر انجنیر دارو خان اچکزي وويل: "دا يو ښه ګام دی او دې سره به د دواړو هيوادونو تجارت وده ومومى، او دا به د پاکستان نه زيات د افغانستان په ګټه وي."

ده وويل دا وخت د دواړو هيوادونو تر مينځ خواو شا د يو بلين ډالره تجارت کيږي او راتلونکي وخت کې دا پينځه بلينه ډالره ته جګېدلې شي.

دارو خان زياته کړه چې د بارټر تجارت سره سره د ټرانزټي تجارت د پاره هم يو نظام جوړول پکار دي کوم چې دا وخت ډير راکم شوی او افغان تاجران خپل زيات مالونه اوس د ايران بندر عباس په لار راوړي.

د سرحد چمبرزاف کامرس اينډ انډسټزيز پخواني صدر زاهد شېنواري هم په بارټر ترېډ خوشحالي څرګنده کړې ده. هغه وایي چې دواړو خواو کاروباريانو ته دا وخت لويه مسئله د پيسو لېن دېن دی، ځکه د افغانستان بانکي نظام د نړېوالو بنديزونو له وجې کار نه کوي او دواړو خواوو سره د بارټر ټرېډ نه علاوه بله لار نشته.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل: "خبرې وشي خوعملي کيږي نه، او پکار ده چې دې د پاره ميکانېزم زر جوړ شي ولې چې د دې ګټې به دواړه هيوادونو، په خاص ډول افغانستان ته ورسیږي او دوه اړخيزه تجارت به ورسره ښه شي."

خو يو ځايي تاجر او د اېس سي سي آی پخوانی صدر فواد اسحاق وايي، دې نه ګڼي چې دې ګام سره به دوه اړخيزه تجارت کې څه ډير فرق راشي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل: "د غټو کارخانه دارو نه پرته زمونږ د همروزه خوراکي شيانو اوړلو راوړلو واړه تاجران په بانکي نظام باندې نه پوهيږي او پکار ده چې دا تجارت په پاکستانۍ او افغانۍ روپو کې وکړي."

دوى په پولو باندې اسانتياوې ورکولو او دغلته د راوړاندې خنډانو ختمولو غوښتنه وکړه.

په کال ٢٠١٢ کې افغانستان سره د پاکستان تجارت دوه اعشاريه اوه بلينه ډالره ته رسيدلې وو او طمع کيدله چى دا به راتلونکي وخت کې پېنځه بلينه ډالره ته ورسیږي. خو وروستو د پاکستان حکومت لخوا د سختو تجارتي پاليسيانو او په پولو د يو شمير خنډانو له وجې دا په کال ٢٠١٥ کې يو اعشاريه پينځه بلينه ډالره ته راکم شو او ورو ورو تير کال ٨٨٠_ملينه ډالره ته راغورزيدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG