لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په ملګرو ملتونو کې د روس نه د يوکرېن په پوله د پوځ په ځای کولو سپيناوی غوښتی


امریکا او روس د ګل/ دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا/ سلامتي کونسل کې يو بل ته مخامخ شوي، او واشنګټن تور لګولی چې روس د يوکرېن پرضد په غټه کچه د بريد پلان کوي، خو روس دغه تور رد کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې لنډا تامس ګرينفيلډ ويلي، “په يورپ کې چې د کومو حالاتو سره مخ يو، هغه په بېړنۍ توګه پاملرنې ته اړتيا لري او خطرناک دي، يوکرېن او د ملګرو ملتونو د هر غړي هېواد ګټو ته د دې نه سخته خطره ده“.

هغې ویلي، د روس د يو لک نه زيات پوځي سرتيري، چې پکې جنګي پوځ او خصوصي دستې شاملې دي، په يوکرېن کې عملياتو ته تیار دی، د هغې به وېنا،

“دا ډېر زيات...ډېر زيات دي، زما خبره په غوره واورئ، په يورپ کې دننه په تيرو څو لسيزو کې په دومره کچه پوځ ته حرکت نه دی ورکړی شوی او کله چې مونږ خبره کوو، روس نور پوځ او وسله هلته ليږي“.

امریکايي سفيرې ویلي، روس چې د يوکرېن ګاونډي خپل اتحادي بېلارس ته کوم پوځي سرتيري او وسله ليږي، په هغو کې پینځه زره سرتیري، او د کمې فاصلې پورې ویشتونکې بېلسټک ميزايلي، الوتکې ویشتونکې الات هم شامل دي. هغې ویلي، د دې خبرې شواهد موجود دي چې ماسکو د فرورۍ د پېل پورې د دې پوځ شمېره د 30زرو پورې رسولو اراده لري.

امریکايي سفيري ويلي، د روس د دې يرغل نه د يوکرېن، يورپ او نړيوال نظم ته خطره ده.

امریکايي سفيرې د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل/ امنيتي شورا کې د صدر جوبايډن لخوا د سپينې ماڼۍ نه جاري کړی شوی بيان اورولی دی.

صدر جوبايډن په دغه بيان کې ويلي، که روس زمونږ د امنيتي اندېښنو د خبرو د لارې په لرې کولو کې مخلص دی، نو د امریکا او اتحاديانو سره دې اړيکې دوامداره وساتي. خو که روس د سفارتکارۍ لار پرېږدي او په يوکرېن حمله کوي، نو زمه واري به هم په روس ور اوړي او په بدل کې به يې د سختو نتيجو سره مخ کيږي.

د روس غبرګون

د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د روس سفير ويسلی نيبنزيا د ګل په ورځ د غونډې ودرولو هڅه کړې او د دغه کار دپاره یې د ووټ کارولو لاره خپله کړې خو په ډېر کم فرق سره د اړینې مرستې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

هغه ويلي د روس پوځ په خپلو علاقو کې په مختلفو کچو دغه رنګ هلې ځلې اکثره کوي، خو د دې نه وړاندې کله داسې حالت نه دي جوړ شوي.

د روس سفير ويلي، امریکا او د لويدیځ هېوادونه داسې غبرګون څرګندوي لکه چې حمله شوي وي، د هغه په وېنا داسې کوم ثبوت وړاندې نه کړی شو چې روس د بريد پلان جوړ کړی وي.

هغه ویلي، زمونږ د لويديځ اتحاديان د تاو تريخوالي کمولو خبره کوي خو دوی په خپله دغه تاو تريخوالي ته لمن وهي، او نعرې يې، د هغه په وېنا تاو تريخوالي ته هوا ورکول دي.

د روس سفير ویلي، چې ملکي چارواکو يې د حملې د پلان جوړول په څرګند ډول رد کړي او چې څوک هم د دې نه بدله خبره کوي هغوی بې لارې کول کوي.

د يوکرېن د خپلواکۍ حق

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د يوکرېن سفير ویلي، چې د روس سره یې په تېرو وختونو کې کومه تجربه پاتې شوې دوی تش اعلان نه شي قبلولی. هغه ویلي روس له پکار ده چې خپل پوځونه د پولې نه لرې کړي.

دغه شخړې ته چې کوم څيز هوا ورکوي، هغه د روس هغه مرکزي غوښتنه ده چې د دې خبرې ضمانت دې ورکړی شي چې يواکرين به په نېټو اتحاد کې نه شامليږي.

بحران کې سېوا والی

نېټو د روس سره په پوله په يورپي هېوادونو کې خپل پوځونه سېوا کړي دي، خو د نېټو عمومي سېکتر سټولټنبرګ د اتوار په ورځ بي بي سي ته ویلي، چې دوی اراده نه لري چې خپل پوځونه يوکراین ته وليږي.

روس چې په کال 2014 کې د يوکرېن په کرايميا قبضه کړې وه، ویلي يې دي بيا په يوکرېن د حملې اراده نه لري. خو د روس د بهرنيو چارو وزیر سرګۍ لاروف د اتوار په ورځ ویلي، چې روس به د نېټو او په يورپ کې د امنيت دپاره ارګنايزېشن ته وايي چې هغه به د امنیت په اړه د خپلو وعدوه ژمنه پوره کړي؟.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کربي فاکس نیوز ته ویلي، روس څه وخت هم په يوکرېن حمله کولی شي. خو هغه په يوکرېن د روس د ممکنه حملې نه وړاندې په روس د بندېزونو امکان رد کړی دی.

خو په امریکا کې د یوکرېن سفير ويلي، يوکرېن غواړي چې په روس اوس بندېزونه ولګي.

په دې خبر کې ځينې مالومات د رويټرز څخه اخستل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG