لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: د نيول شوو کسانو د خوشي کولو او امنیت دپاره احتجاجي پرلت ټانک ته غځول شوی


د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې سیمه يیزه خلک د تیرو شپږو ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي، او په علاقه کې د پینځه ورځو د احتجاج کولو وروسته نن په شپږمه ورځ ټانک ضلعې ته رارسېدلي او پتهر سیمه کې د جنوبي وزیرستان سړک په غاړه يې پرلت وهلی دی.

دوی غوښتنې کوي چې په علاقه کې دې امن په ځای کړی شي، نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي، او په علاقه کې د بدامنۍ د پېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل، تشدد پرې کول او د ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

په عېن حال کې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ خبرې هم روانې دي. او حکومتي چارواکي وايي د احتجاج کوونکو نه د فرورۍ تر پینځمې پورې وخت ورکړی شوی چې غوښتنې به يې منل کیږي.

په دې احتجاج کې د علاقې په لسګونو شمېر کسان ګډون کوي چې پکې د نیول شوو کسانو خپل خپلوان هم شامل دي.

دوی وايي احتجاج دې لپاره کوي چې د علاقې امنیت ته دحکومت ځانګړې پاملرنه وشي. د احتجاج یو ګډون وال شاه فیصل غازي وویل سراروغه کې په امنیتي ځواکونو د چاودنې وروسته د علاقې پینځه کسان نیول شوي.

هغه وویل که دغه کسان ګنهګار وي عدالت ته دې وړاندې کړي او سزا ګانې دې ورکړي او که بې ګناه وي بیا دې خوشي کړي.

هغه وویل د هرې نامنۍ پیښې وروسته د خلکو په کورونو چاپې وهل کیږي، نیول کیږي تشدد پرې کیږي او ځورول کیږي. او بیا وروسته بې د عدالت نه خوشي کړای شي دا سلسله دې اودرول شي.

شاه فیصل غازي وویل په دې اړوند دوی حد کومتي او د صوبې د پوځ مشر کور کمانډر خبر کړي خو د دوی دا د امنیت د ټینګښت خبره نه اوریدل کیږي.

په علاقه کې يوې سرچينې وي او اې ډیوه ته وویل د جنورۍ په اتلسمه د سراروغه تحصیل ټیټ سرویک سیمه کې چاودنه شوې وه چې پکې یو امنیتي عسکر وژل شوی او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او نیزدې 15 مشکوک کسان نيول شوي وو تر څو د هغو نه پوښتنې وکړي. چې پکې 13 کسان خوشي کړی شوي او یوازې درې د دوی په ولکه کې دي.

سرچینې وویل دوه نور کسان د بنو او ټانک نه نیول شوي او د هغوي نه پلټنې روانې دي.

د احتجاج یو بل تن افضل خان وویل په نیول شوي کسانو کې د هغه زوی او وریرونه شامل دي .

هغه زیاته کړه دا پیښه د دوی د علاقې نه نیزدې څه پینځلس کلومیټره لرې شوې ده.

هغه وویل دوی په خپله نیول شوې چې بیا وروسته خوشې کړو شو خو زویې او وریره یې اوس هم لا په بند کې دي. د هغه په وینا زوی یې په کراچۍ کې جامو کاروبار کوي او وریره یې په اماراتو کې مزدوره کوي.

د پرلت یو بل ګډون وال اسحاق مسید وویل د لټون د عملیاتو پرمهال دې د خلکو د کورونو د پردې خیال ساتل کیږي او د ناامنۍ د پیښو وروسته دې د عامو ځايي خلکو ځورولو لړۍ ودرول شي.

هغه وویل حکومتي چارواکو سره يې دا غوښتې شریکې کړي خو تر اوسه نه دي منل شوي. ځکه دوی دا احتجاج ټانک ته انتقال کړو.

د جنوبي وزيرستان انتظاميه هم تاييدوي چې پرامنه احتجاجي ناسته روانه ده او دوی ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې غوښتنې يې ومني د انتظامیه یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل تیره ورځ د سرویکې سیمې مرستیال کمیشنر احتجاج کونکو سره لیدلي او د غوښتو منلو باور يې ورکړو چې د فرورۍ تر پينځمې به ټولې غوښتنې ومنل شي.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د راه نجات په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې دا سیمه د نا امني نه پاکه ګرځول شوې خو بیا هم پکې د ناامنۍ پیښې کیږي

وي او اې ډیوه په دې اړوند د جنوبي وزیرستان د انتظامیې او د پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو تر اوسه یې څه ځواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG