لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجنورۍ میاشت کې پاکستان کې ګراني په ریکارډ کچه په بره تللې ده


پاکستان کې دشمېرنې حکومتي ادارې پخپل تازه رپورټ کې څرګنده کړې چې د جنورۍ په مياشت کې دهیواد دننه د ګرانۍ کچه په رېکارډ توګه لوړه شوې او تر12.96 فيصده رسېدلې ده ۔

دغه اداره وايي کال 2020م کې دګرانۍ کچه 14. فيصده ختلې وه اوهم دا شان دجولايي 2021م او جنورۍ 2022م په منځومانه موده کې د ګرانۍ کچه 10.26 پاتې شوې وه او فرورۍ 2020کې تر 12.4 فيصده لوړوالي وروسته بيا د ګرانۍ کچه په ټيټېدو روانه وه خو د2021م کال د پېل څخه د تېلو دبیعو لوړېدو له امله بيا د ګرانۍ کچه په بره روانه شوه.

د اسلام اباد انټرنېشنل اسلامک پوهنتون داقتصاد دڅانګې پروفېسر ډاکټر معراج الحق وي او ای ډيوه ته ووېل د روانې ګرانۍ په بنيادي توګه درې لويې وجې دي چې دغو کې لومړۍ وجه د ډالر په مقابله کې د روپۍ پریوتی ارزښت دی.

دهغه په وینا دتېلو نرخونو کې زیاتوالی او ضمني بوديجه کې نوي ټېکسونه او صنعتونو ته ورکړل شوي رعايتونه بيرته اخستل هم دسیوا شوې ګرانۍ اساسي علتونه دي.

ډاکټر معراج الحق زياته کړه ، دپېداوار رسوونکي او کاروباریان هم په دغه هر څه نظر ساتي او بيا دمالونو بېعې لوړوي.

د پاکستان دننه وخت په وخت حکومت مخالفه ګوندونه هم دګرانۍ په ضد غږونه پورته کوي اؤ ددې ذمه وار دحکومت دمعاشي ټيم ناکامه تګلاره ګڼي حکومت هم بیا دا تسليموي چې هېواد کې د ګرانۍ کچه لوړه شوې خو ورسره دریځ وړاندې کوي چې دنړۍ دنورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د کرونا وبا له امله د معاشي او اقتصادي زيانونو سره مخ شوی.

حکومتي دریځ کې دعوې کیږي چې حکومتي ټيم دپېښو چېلنجونو سره سم داسې تګلاره خپله کړې چې دګرانۍ کچه قابو کړی شي.

پاکستان کې هغه کومې لارې دي چې له امله یې دګرانۍ په روان بهیر قابو موندل کیدای شي؟ په دې هکله وتلی اقتصاد پوهه پروفېسر منظور احمد وايي،حکومت له پکار ده چې غېر ضروري لګښتونه کم کړي ، د بهرڅخه وارداتو کې کمی راولي اؤ د بجټ پرمختيايي برخه وځنډوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي که چرې حکومت دا لاره خپله کړي نوامکان دی چې اقتصاد به وده ومومي او ګراني به کمه کړې شي ۔

خوپروفېسر منطور وايي داسې ښکاريږي نه چې حکومتي معاشي ټيم به داسې ګامونه واخلي ځکه چې تر اوسه داسې کوم تدبير په عملي توګه په نظر نه راځي چې د ګرانۍ دمخنیوي لړ کې موثره وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG