لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري کمیشن وایي پاکستان کې تېره میاشت34 نور کسان په جبر لادرکه کړل شوي دي


پاکستان کې په جبر د لا درکه شوؤ تنانو د موندنې لپاره جوړ سرکاري کمېشن وېلي چې سږکال د جنورۍ په میاشت کې 34 نور کسان په زور لادرکه کړې شوې دي.

د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه دا مهال د پوځ په حراستي مرکزونو کې 939 کسان هم قيد دي چې پکې تر ټولو زياته شمېره 781 د خېبر پښتونخوا د اوسېدونکو ده.

په دغو مرکزونو کې د پنجاب د وګړو شمېره 91, د سندهـ صوبې 41,د بلوچستان 2،او د اسلام اباد 20 ده

د لا درکه تنانو د قضيو د هواري کمېشن لخوا د کال 2022م د جنورۍ میاشتې لپاره په جارى کړی شوؤ شميرو کې ويل شوي چې په جبر د لا درکه تنانو په 46 قضيو باندې قانوني عمل بشپړ شوی او ددې ترڅنګ کمېشن د 15 لا درکه شوؤ کسانو درک هم لګولې دی.

د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه په دغو 15 کسانو کې 12 لادرکه تنان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او دا راز د دريو نورو لادرکه تنانو درک هم لګول شوی څوک چې دا مهال د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې بنديوان دي.

تېرکال 2021 کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات د لا درکه تنانو 1,460 قضيې د کمېشن سره ثبت شوې وې.

کال 2016 کې د 728, 2017 کې د868, 2018 کې د1098, 2019 کې د800 او کال د2020 کې د لا درکه تنانو 415 کېسونه د کمېشن سره درج کړی شوي وؤ.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د سنېټ د بشري حقونو کمېټۍ هم په هېواد کې د خلکو په جبر د لا درکۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او په خپله راتلونکې غونډه کې یې د خلکو په جبر د لا درکه کيدو د حال احوال پوښتلو لپاره د کمېشن د مشر رابللو پرېکړه کړې ده.

تېره ورځ د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري هم د سنېټ په غونډه کې پوښتنه راولاړه کړې وه چې تراوسه پورې د خلکو په جبر د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په اړه د قامي اسمبلۍ څخه منظوره کړې شوې مسوده سینیټ ته ولې نه ده وړاندې کړی شوې؟

هغې وويل په جمهوریت کې د خلکو په جبر لادرکه کول د منلو وړ نه دي.
هغې وويل مونږ ددې عمل د مخنیوي لپاره د قامي اسمبلۍ نه يوه مسوده پاس کړې وه او بیا مو سینیټ ته لېږلې وه خو د مياشتو تيرېدو باوجود دغه مسوده ولې سنېټ ته پېش نه کړل شوه؟

د تېر نومبر په میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په لمړي ځل د خلکو په جبر د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په موخه د قامي اسمبلۍ څخه يوه قانوني مسوده منظوره کړې وه. خو د بشري حقونو ډلې او قانون پوهان په دغه قانون نيوکې کوي. او وایي په دغه مسوده کې دا شق هم شامل دی که يو تن د چا په جبر د لا درکۍ جرم ثابت نکړي نو هغه به هم د قانون لاندې محاکمه کولی شي.

قانون پوهه او په اسلام اباد کې د لا درکه تنانو د قضيو پېروى کوونکی وکېل کرنل رېټاېرډ انعام الرحیم ډيوه ته وايي د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په واکمنۍ کې چې د خلکو په جبر د لا درکه کولو کومه لړۍ پېل کړی شوې وه، هغه اوس هم د کوم ځنډ پرته روانه ده.

نوموړی وايي نن هم ما د ټېکسلا څخه د پورته کړې شوي انجنیر مقدمه درج کړې ده او د اسلام اباد هایکورټ جسټس عثماني ددې پېښې نوټس اخستی او امر یې کړی چې دغه تن دې په يوه هفته کې عدالت ته وړاندې کړی شي.

د پاکستان حکومت کال 2011 کې د لا درکه تنانو د قضيو د هواري لپاره يو کمېشن جوړ کړی ؤ خو د بشري حقونو او قانوني مرستو نړیوال تنظیم انټرنېشنل کمېشن آف جيورسټس دغه کمېش ناکامه ګرځولی ؤ او ویلي یې وؤ چې کمېشن د خلکو په جبر لا درکه کولو کې د ککړو تنانو په راښکاره کولو کې په بشپړ ډول پاتې راغلی دی.

د لادرکه تنانو د موندنې د کمېشن د اسنادو ترمخه د داسې 31 کسانو قضيې یې خارج کړي چې د کمېشن سره د لادرکه تنانو په توګه درج شوې وې.

کمېشن وايي د کمېشن سره د خپل قېام نه تر اوسه پورې د لادرکۍ 8,415 قضيې ثبت شوې وې چې پکې په 6163 قضيو قانوني عمل مکمل شوی دی او د 2252 لا درکه شوؤ کسانو درک لا هم نه دی مالوم شوی.

په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو فعالان د خلکو په جبر د لادرکۍ تورونه اکثر د هېواد د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه وار په وار در کړي او وايي کېدای شي چې دغه کسان یا خو افغانستان ته اوښتې وي او ېا د بلوچ بېلتون پاله ډلو په ليکو کې شامل شوې وي او د پوځ سره په نښتو کې وژل شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG