لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکشمیري ډلو په پلوۍ تورن مسعود خان به امریکا واشنګټن کې دپاکستان دسفیر په توګه ومني؟


دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر په هندي رسنیو کې خپاره شوي هغه خبرونه بې اساسه ګرځولي چې ګنې امریکې واشنګټن لپاره دپاکستان لخوا دنومول شوي سفیر مسعود خان دسفارتي اسنادو دمنظورولو عمل په عارضي ډول ایسار کړی دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند عاصم افتخار دنهې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې مسعود خان یو تجربه کار ډپلوماټ دی اؤ دهغه دسفارتي اسنادو دمنظورولو عمل دامریکایي نظام په اساس روان دی.

د وی او ای اردو په ویب پاڼه دخپور رپورټ له مخې په دې وروستیو کې هندي رسنیو کې داسې دعوې مخې ته راغلي چې ګنې مسعود خان دکشمیر اؤ ځېنو بیلتون خوښو کشمیري عناصرو په پلوۍ بیانونه ورکړي وؤ چې دهغې له امله اوس امریکې په عارضي توګه دسفیر په توګه دمسعود خان دکاغذونو دمنلو عمل ودرولی دی.

دبهرنیو چارو ویاند دهندي رسنیو دا دعوې بې ځایه اؤ بې لارې کوونکي بللي اؤ دې ته یې دهند له لوري دپاکستان په ضد د دروغو دخبرونو خپرولو دکمپاین نوم ورکړی دی.

ویاند ویلي "ددې مهم مقصد په مبینه توګه پاکستان اؤ دپاکستان استازي بدنامول دي"

پاکستان پروسکال دنومبر په میاشت کې مسعود خان واشنګټن لپاره خپل سفیر نومولی ؤ ، تر دې وړاندې هم مسعود خان ګڼو هیوادونو کې دپاکستان دسفیر په توګه خپلې دندې ترسره کړې دي.

دهغه دسفارتي اسنادو دمنل کیدو یا نه منل کیدو په اړوند لا تر دې دمه دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې څه بیان مخې ته نه دی راغلی خو څېنې څېړونکي وایي چې دهغه داسنادو دمنلو عمل کې دځنډ له امله دا تاثر راولاړ شوی چې کیدای شي امریکې مسعود خان دسفارتي اسنادو دمنظورۍ عمل په عارضي توګه ودرولی وي.

بل لوري ته دامریکې پنسلوینیا ریاست نه د ري پبلکن دکانګریس غړي اسکاټ پیري امریکایي صدر جوبایډن ته لیږلي یو لیک کې تور لګولی چې مسعود خان دکشمیر دبیلتون خوښې ډلې حزب المجاهدین په ګډون د ځېنو جهادي عناصرو پلوي دی ځکه نو دسفیر په توګه دې دهغه اسناد ونه منل شي.

سنیټر اسکاټ پیري دعوه کړې ده چې مسعود خان سیمه کې دامریکې اؤ دامریکې دایتلافي هیواد هند دامنیت په وړاندې ګواښ پاتې شوی دی.

پخپل لیک امریکایي سینیټر زیاته کړې ، دا خبره د ډاډ وړ ده چې د اطلاعاتو له مخې خارجه محکمې دمسعود خان دسفیر په توګه داسنادو دمنلو عمل په عارضي ډول ایسار کړل شوی دی.

هغه په دې لیک کې په صدر بایډن ټینګار کړی چې دمسعود خان سفارتي اسناد باید ونه مني.

دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانی سکتر شمشاد احمد خان وایي چې مسعود خان دطریقه کار په اساس دسفیر په توګه نومول شوی اؤ هر حکومت دا واک لري چې یو شخص دسفیر په توګه ومني یا یې ونه مني.

وي او ای سره خبرو کې شمشاد احمد خان وویل دمسعود خان دنومول کیدو نه وړاندې به ارو مرو ددې ټولو ممکنه خنډانو جاج اخستل شوی وي ځکه نو په دې معامله قیاسونه کول نه دي پکار.

دسفیر په توګه دمسعود خان خان داسنادو دمنل کیدو معامله کې دځنډ دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څېړونکي وایي افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته داسلام اباد اؤ واشنګټن اړېکو کې سوړوالی راغلی دی.

دنړیوالو چارو څېړونکي حسن عسکري وي او ای ته ویلي دمسعود خان اسنادو منلو کې دځنډ یو لامل دا هم کیداشي چې دامریکا حکومت پاکستان په فشار کې ساتل غواړي.

هغه وایي دا ددې خبرې اشاره کیدای شي چې د دواړو هیوادونو اړېکو کې څه منفي اړخ شته اؤ هم دهغې له امله داسې معاملې دځنډ ښکار شوې دي.

(د وي او ای اردو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG