لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امیرخان متقي: حکومت مو د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندنې ته نیژدې شوی


واشنګټن ــــ د طالبانو د بهرنیو چارو نګران وزیر امیرخان متقي د خپل حکومت تر جوړېدو شاوخوا پینځه نیمې میاشتې وروسته وایي، حکومت یې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندنې ته نیژدې شوی دی خو وایي‌ هر ډول مراعات به د طالبانو له شرطونو سره سم وي.

د ناروې په پایتخت اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره تر لیدنې او را ستنېدو وروسته له اې ایف پي خبري ایجنسۍ سره په ځانګړې مرکه کې امیر خان متقي ویلي ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي.

امیر خان متقي وایي نړیوال غواړي چې له طالبانو سره اړیکې ولري، ځکه نو وایي د دوی توقع دا ده چې دوی ژر په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او له دوی سره عادي اړیکې ولري:

"ځینې [سفارتونه] خلاص کړي دي ځینې به یې خلاصوي،‌ ځینې به یې نیمه خلاصوي په دې کې هم موږ څه ستونځه نه لرو".

د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، ځکه چې نړیوال غواړي طالبان دې ټولګډ حکومت جوړ کړي چې ښځې هم پکې برخه ولري. متقي‌ وایي په رسمیت پېژندنه د دوی حق دی:

"دا اوس چې موږ له دنیا سره کوم تعامل [اړیکې] لرو، راشه درشه لرو تقریباً دا ټول داسې وي‌ لکه رسمي، موږ خپلې مبارزه او سیاسي هلې ځلې جاري‌ ساتو چې خپل [د رسمیت پېژندنې] حق لاس ته راوړو، په دې برخه کې هدف ته نیژدي شوي یو".

د طالبانو پلاوي د حکومت تر جوړېدو وروسته پاکستان، ایران او روس ته سفرونه کړي وو، خو دا لومړی ځل وو چې د تېرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې یې په ناروې کې د غربي هېوادونو له استازو سره ولیدل او د افغانستان پر حالاتو یې ورسره خبرې وکړې.

امریکې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ څو ورځې مخکې لا پخپلو بېنکونو کې د دې هېواد شاوخوا نهه نیم اربه ډالر کنګل کړي او د طالبانو حکومت ته یې ځکه نه ورکوي چې پر ډېرو طالب مشرانو لا هم نړیوال بندیزونه دي. امیر خان متقي یو ځل بیا د دغې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه:

"دا د افغانستان د ولس شتمني ده، دا د افغانستان بېنک د پیاوړتیا شتمني ده، موږ امید لرو چې بالاخره به دا حق افغانستان ته ورکول کېږي ځکه چې دا د افغانستان د مظلوم ولس حق دی".

امریکې د شورو- چارشنبې په ورځ وویل چې نړیوال بېنکونه کولای شي د بشري مرستو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي.

د امریکې د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، مرسته رسوونکې ډلې کولای شي پر طالبانو د لګېدلو بندیونو د سرغړونې له ویرې پرته په سرکاري اداراتو کې د استادانو او روغتیایي کارکوونکو ته تنخاوې ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG