لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: په سوریه کې مو د داعش رهبر القریشي وژلی دی


په ادلېب کې د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ په دریمه نېټه د داعش د مشر د وژل کېدو له عملیاتو وروسته خلک د ویجاړ شوي کور کتلو ته ورغلي
په ادلېب کې د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ په دریمه نېټه د داعش د مشر د وژل کېدو له عملیاتو وروسته خلک د ویجاړ شوي کور کتلو ته ورغلي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د داعش د رهبر د وژل کېدو خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ لخوا په یو خپور شوي بیان کې ښاغلي بایډڼ ویلي "تېره شپه زما په لارښونه، د امریکا پوځي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ پرضد بریالي‌ عملیات وکړل چې امریکا او زمونږ متحدین وژغورل شي او نړۍ د امن ځای شي. زمونږ د وسلوالو ځواکونو له وړتیا او اتلولۍ څخه مننه، مونږ د جګړې له ډګر څخه ابو ابراهیم الهاشمي القریشي چې د داعش رهبر وو له منځه یوړ."

ښاغلي بایډن، مرستیالې ولسمشرۍ کمېلا هېرېس او ورسره نورو چارواکو په سوریه کې د داعش د رهبر په وړاندې دغه ترسره شوي پوځي عملیات له سپینې ماڼۍ څخه د ویډیو لېنک له لیارې په ژوندۍ بڼه وڅارل.

تر دې مخکې، پنټګان د زیارت یا پنجشنبې په سهار ویلي وو چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ ضد بریالي عملیات ترسره کړي دي.‌

د پنټګان د ویاند لخوا په خپور شوي بیان کې جان کربي ددغو عملیاتو د هدف په اړه نور جزیات نه وو خپاره کړي خو دومره یې ویلي وو چې امریکايي ځواکونو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د امریکا غږ د خبري څانګې د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو خبریالانو ته ویلي، په دغو شاخوا دوه ساعته عملیاتو کې هیلې کوپټرو برخه اخیستې وه او ډزې او چاودنې اورېدل کېدې او ګڼ ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

په برتانیه کې د سوریې پر بشري حقونو نظر ساتونکې ډلې د زیارت په ورځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې درې ښځې او څلور ماشومان هم پکې شامل دي.

امریکايي چارواکو تر اوسه ددغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

د شپې لخوا دغه ترسره شوي عملیات د سوریې په ادلېب ولایت کې ترسره شوي کوم چې په سوریه کې له داعش سره وروستی پاتې ځای دی او دا سیمه د ترکیې پولې ته څېرمه پرته ده.

په دغې سیمه کې د القاعده ګڼ جګ پوړي جنګیالي او نورې ترهګرې ډلې هم شته.

د امریکا پوځ په یادې سیمه کې پخوا هم د القاعده د لوړې کچې رهبران په نخښه کړي دي چې په اکثرو دغو عملیاتو کې له هوايي او د ډرون بریدونو څخه کار اخېستل شوی.

د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ادلېب کې عملیات ترسره کړي وو او دداعش پخوانی مشر ابو بکر البغدادي یې پکې وژلی و او القریشي بیا تر هغې وروسته په نومبر کې د داعش نوی مشر ټاکل شوی وو.

د داعش خراسان ډله:

که څه هم د افغانستان د تېر جمهوري حکومت چارواکو د داعش خراسان ډله د داعش له اصلي ډلې څخه جلا یوه بله سیمیزه ډله بللې خو د داعش خراسان په نامه د دغې ډلې په بریدونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې وه.

تير کال 2021م کې د داعش ډلې د بريدونو په اړه شوې نظر پوښتنه ښايي چې داعش تر ټولې زیاتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې کړي دي۔

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر امریکا ته د یو سفر پر مهال ویلي وو چې تور د داعش جنګیالي د پاکستان په مرسته تربیت ترلاسه کوي او بیا د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جنګیږي.

د وي او ای اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي حنیف اتمر ویلي وو چې په افغانستان کې جنګیدونکي زیات تره داعش وسله وال د پاکستان قبایلي سېمې اورکزۍ اېجنسې سره تعلق لري، دوي په پاکستان کې تربیه کیږي او بیا افغانستان ته جګړې له لیږل کیږي.

پاکستان تل د طالبانو او د داعش د ملاتړ تورونه ردوي.

په هر صورت پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته دغه ډله افغانستان کې پراختیا مومي اؤ په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې موجودیت د افغان طالبانو د پاره يو لویې ګواښ دی.

څېړونکي وایي، طالبان دا وخت په اقتصادي او سياسي توګه دومره کمزوري دي چې دوئ په بشپړه توګه دداعش مخنيوی نه شي کولی.

بلخوا د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني وي او ای ډيوه ته ويلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړۍ نورو ملکونو لپاره د خطرې لامل نه شي ګرځېدلی.

XS
SM
MD
LG