لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: ډزې هم راباندې وشوې او مقدمه هم راباندې درج شوه


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، په قلعه سېف الله کې د جلسې وروسته راباندې ډزې هم وشوې، او د هغې وروسته راباندې مقدمه هم درج شوې ده، خو په مقدمه کې د پي ټي اېم په مشرانو د رياست او رياستي ادارو پرضد د ويناګانو تورونه لګول شوي.

د بلوچستان صوبې قلعه سېف الله ضلعې د پي ټي اېم د جلسې وروسته د منظور پشتين او نورو درېو کسانو پرضد مقدمه درج شوې، او پکې تور لګول شوی چې د ارمان لوڼي د درېم تلين دپاره راجوړې غونډې ته منظور پشتين او نورو، راپاروونکې، د رياست او پوځ او استخباراتي ادارو پرضد وېناګانې کړي دي.

د قلعه سېف الله د سټي تاڼې محرر رشيد وي او اې ډيوه ته د مقدمې درج کول تاييد کړه او وې ویل په مقدمه کې کومه ګرفتاري نه ده شوې.

بل لور ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډیوه ته وويل، د دوی په ګاډي د ارمان لوڼي د تلين نه وروسته ډزې وشوې، د دوی ملګري ورک شو، او بيا چې دوی پرلت پېل کړو دوی ته وویل شو چې مقدمه به یې درج شي خو الټه په دوی مقدمه درج شوې ده.

په مقدمه کې د پي ټي اېم په مشرانو د لګولو شوو تورونو او اشتعال په ځواب کې پشتين وويل، په دوی چې کوم تورونه لګول شوي هغه تورونه نه دي دا رښتيا دي، هغه دعوه وکړه اشتعال دوی نه دی کړی اشتعال هغه وو چې په دوی بمبارۍ شوي، د دوی دوه لکه کورونه وران کړی شوي، 36 بازارونه ړنګ شوي، او د اته زرو نه زيات خلک ورک شوي دي.

هغه تور ولګوو په رڼا ورځ د رياست لخوا د ترهګرو روزنه شوې وه، د دغې پرضد نعرې وهل انصاف غوښتل دي، اشتعال نه دی.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

منظور پشتين وايي، په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

په منظور پشتين او ملګرو يې د ډزو د پېښې پښتنو ملت پاله ګوندونو غندنه کړې او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

د يادې پېښې وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضيالانګو ويلي وو د اړوندو چارواکو نه يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی.

ضیا لانګو وي او اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې ويلي وو، "ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که په ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي".

منظور پشتين وايي، نن په بلوچستان، خېبرپښتونخوا، اسلام اباد او لاهور کې هم د دغه پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې روانې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG