لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید:اوس بله لار نشته،دپاکستاني طالبانو پرضد به جګړه کیږي


Shaikh Rasheed
Shaikh Rasheed

بلوچستان کې په پوځ دشوؤ خونړیو بریدونو نه وروسته دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته افغانستان کې دناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي اؤ راتلونکي کې دپاکستان دننه دبریدونو دلا زیاتېدو احتمال شته.

نوموړی وایي طالبانو سره مذاکرات نه شي کامیابیدای ،اوس به دهغوئ سره جنګ کیږي اؤ له دې پرته بله هیڅ لاره نشته.

دخالي په ورځ دسینیټ دکورنیو چارو قایمه کمیټې ته د احوال تیرولو په وخت شیخ رشید ویلي پاکستان خپل یو پلاوی ټي ټي پي ته دمذاکراتو لپاره ورلیږلی خو اوس اطلاعات دي چې دا خبرې نه شي بریالۍ کیدای.

دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې طالبانو کوم شرطونه حکومت ته ایښي هغه دمنلو نه دي اؤ اوس تر دې پرته بله لاره نه ده پاتې شوې چې طالبانو سره باید جګړه وکړل شي

تر دې وړاندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یو شخصي پاکستاني ټيلي ویژن جیو سره دخبرو په مهال شیخ رشید احمد ویلي وؤ دپاکستان دننه یاغي بلوڅ ډلې خپلو کې یو شوي اؤ دوئ ته دپردې ترشا دټي ټي پي‌ اؤ نورو ورانکارو ډلو ملاتړ هم ترلاسه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دکورنیو چارو دپاره دبلوچستان د وزیراعلا سلاکار ښاغلي ضیاء لانګو رسنیو ته تاید کړې ده چې ددغه کړکیچ ځپلي ایالت په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په پوځ د وسله والو بریدونو کې ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.

شیخ رشید تور ولګولو چې دپاکستان خاوره کې بریدونو لپاره ترهګر دافغانستان څخه را اوړي اؤ بیا له بریدونو وروسته دافغانستان خاورې ته پناه وړي.

د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر او د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال( ر )طلعت مسعود ډيوه ته ویلي د هېواد دننه د ترهګرۍ د مخ په سېوا کېدونکو پېښو په ترڅ کې د پاکستان حکومت له هم په افغان طالبانو فشار راوړل پکار دي چې "که تاسو ټي ټي پي قابو نه کړې شوه نو مونږ هم به ستاسو د ملاتړ نه لاس پسر شو"

کله چې له دشیخ رشید څخه پوښتنه وشوه چې داشرف غني حکومت کې به تاسو ویل چې ترهګر دافغانستان دخاورې نه دهند په لمسه پاکستان کې بریدونه کوي اوس خو افغانستان کې دطالبانو حکومت دی نو افغان طالبان ولې ټي ټي پي پاکستان کې له بریدونو نه منعې کوي؟ شیخ رشید یې هیڅ قاطع جواب ونه ویل شو خو دومره یې وویل چې افغان طالبان دپاکستان سره زیاته همکاري کوي.

هغه وایي افغان طالبانو پاکستان ته ذمه واري اخستې ده چې خاوره به یې دپاکستان په ضد نه استعمالیږي اؤ دپاکستاني طالبانو خبرو ته کښینولو کې هم افغان طالبانو مهم رول لرلو خو وروسته بیا ټي ټي‌ پي سره دغه مذاکرات ختم شول.

هغه وایي اوس چې په بلوچستان کې کومه ترهګري کیږي نو په دې ایالت کې داعش هم شته اؤ ټي ټي پي هم بلوڅ ډلو سره کومک کوي اؤ ددې ترڅنګ دهند لخوا هم دا ترهګر حمایه کیږي.

شیخ رشید وویل پاکستان طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې خو دهغوئ غوښتنې دنه منلو دي ځکه اوس دا خبرې ختمې شوې دي اؤ که چرې اوس هم کوم طالبان دپاکستان ایین اؤ قانون ته غاړه ږدي نو مذاکرات ورسره کیدای شي.

دیوې پوښتنې جواب کې شیخ رشید وویل بلوچستان کې چې په امنیتي ځواکونو کوم تازه بریدونه شوي دې هغې کې زیاتره هغه وسلې کارول شوي چې دناټو نه افغانستان کې پاتې شوي دي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال ښاغلي طاهر خان په ټویټر لیکلي وړاندي هم د بي بي سي او نورو رسنيو په رپوټونو کې ويل شوي چې افغانستان څخه د دغه وسلو قاچاق کيږي.

خو شیخ رشید وایي چې دناټو سره ډیرو ملکي خلکو هم کار کولو اؤ دغه وسلې زیاتره هغوئ ته هم په لاس ورغلي چې دهغوئ ځینې بیا پاکستاني طالبانو ترلاسه کړې دي.

څېړونکي طلعت مسعود تیره ورځ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځالې او د ټي ټي پى او طالبانو نېزدې اړېکې دي.

دهغه په وينا پاکستان د افغان طالبانو لپاره د امریکا او هند مخالفت په سر اخستى دى او اوس بايد پاکستان هم طالبانو ته دا خبره وکړي.

تیرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو نو دهغې راپدیخوا پاکستان کې یو وارې بیا دبدامنۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ پخپلو خبرو کې شیخ رشید دا هم ومنله چې په پېښور کې اوس یو ځل بیا خلکو نه قلنګ غوښتنه پیل شوې ده .

د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي د سږ کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي.

شیخ رشید وویل پاکستان چې افغانستان سره په پوله کوم ازغن تار لګولی په هغې هم دافغانستان له لوري په دې وروستیو کې ځینې بریدونه شوي خو دپاکستان امنیتي ځواکونه دې بریدونو ته په سخته ځواب وایي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG