لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د وژلو دعوه کړې، د جنوبي وزیرستان خلک د 10 ورځو نه په احتجاج دي


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او دوه ترهګر يې پکې وژلي دي. بل لور ته د جنوبي وزیرستان سراروغه سیمې خلکو د ناامنۍ او د نیول شوو کسانو د خوشي کېدو لپاره احتجاجي پرلت نن په لسمه ورځ دوام لري.

د پاکستان پوځ نن د خالی په ورځ (5 فرورۍ) ويلي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرعمليات کړي دي.

پوځ ویلي، د وسله والو سره د افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

د شمالي وزيرستان د پېښې په اړه پوځ ویلي، ادارو ته خبر تر لاسه شوی وو چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګېره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې د سرتيرو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او د دوی نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوو وسله والو کې د یو تن پېژندګلو د عصمت الله عرف حافظ په نوم ښکاره کړي او ویلي يې دي د بل وژل شوي تن پیژندګلو روانه ده خو دا یې نه دي ویلي چې د وژل شووو ترهګرو تړاو د کومې ډلې سره وو.

دته خېل د شمالي وزیرستان افغان پولې سره جوخته پرته علاقه ده او د دې سيمې د زیاتره علاقو نه کډوال شوي کسان تراوسه بيرته نه دي ستانه شوي، ځکه دې ځایې ته د میډیا رسد نه کیږي چې د ازادو سرچينو څخه مالومات ترلاسه کړي.

په بیان کې ویل شوي چې د نورو ترهګرو له منځه وړلو لپاره دغه سیمه کې په بشپړه ډول د لټون روان دی.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ د جنورې په 31م او 27 م د یو، یو د وسله والو او په 19م د دوو وسله والو د وژل کېدو دعوې کړې وې په 19 جنورۍ پاکستاني طالبانو هم په شمالي وزیرستان کې پوځ سره په نښته کې د درېو پاکستاني عسکرو د ټپي کېدو دعوې سره د دوو وسله والو د وژل کېدل منلي وو.

هم دې سره د پاکستان پوځ وایي دافغانستان پولې سره نزدې د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې یې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په مهال په لویه کچه وسلې او چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

دجمعې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې پوځ ته دا وسلې دشمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې هغه مهال په لاس ورغلي چې سیمه کې د ترهګرو دموجودیت په اطلاع عملیات کول.

پوځ وایي په دې وسلو کې مشین ګنونه،ار پي جي،لاسي بمونه اؤ ګوله بارود شامل دي .

تر دې وړاندې چې کله پوځ په کال 2014م کې په سیمه کې دترهګرو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات کړي وؤ نو دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه کې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

د دغو عملیاتو په مهال پوځ د عامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده.

په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تېرکال د نومبر په میاشت کې حکومت د یوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره د دې ډزبندۍ دختمولو اعلان کړی ‌وو.

د تیرې د جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ شید تیره ورځ ویلي اوس بله لار نشته، د پاکستاني طالبانو پرضد به جګړه کیږي.

بل لور د جنوبي وزیرستان د سراروغه سیمو خلکو احتجاجي پرلت نن په لسمه ورځ د ټانک ضلعې په پتهر سیمه کې روان دی.

دوی غوښتنې کوي چې په علاقه کې دې امن په ځای کړی شي، نيول شوي کسان دې خوشي کړی شي، او په علاقه کې د بدامنۍ د پېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل، تشدد پرې کول او د ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

په عېن حال کې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ خبرې هم روانې دي. او حکومتي چارواکي وايي په نیول شوی کسانو کې د درې کسانو پرضد د ترهګري مادو لاندې مقدمه درج کړې شوې او د ټانک او بنو نه نیول شوي کسانو په اړوند معلومات راغونډوي.

د انتظامیې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د سرویکې سیمې مرستیال کمیشنر دا معلومات پرلت کونکو سره شریک کړي او د دوی نه دوه ورځې وخت غوښتې شوې چې دا دوو کسانو په اړوند معلومات هم د نورو ضلعو نه تر لاسه کړي.

په دې احتجاج کې د علاقې په لسګونو شمېر کسان ګډون کوي چې پکې د نیول شوو کسانو خپل خپلوان هم شامل دي.

د احتجاج یو ګډون وال اسحاق مسید د انتظامیه خبرې تایید کړې او وویل چې د دوی احتجاج به تر هغه روان وي تر څو ټول کسان نه وي مالوم شوي هغه وویل په مقدمه کې نومول شوي کسان د عدالت کار دې که ګناه ګار وي سزا ګانې دې ورکړی او که بې ګناه وو بیا به خوشي کړي.

په علاقه کې هغه وخت يوې سرچينې وي او اې ډیوه ته وویل د جنورۍ په 18 م د سراروغه تحصیل ټیټ سرویک سیمه کې چاودنه شوې وه چې پکې یو امنیتي عسکر وژل شوی او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او نیزدې 15 مشکوک کسان نيول شوي وو تر څو د هغو نه پوښتنې وکړي. چې پکې 13 کسان خوشي کړی شوي او یوازې درې د دوی په ولکه کې دي.

سرچینې وویل دوه نور کسان د بنو او ټانک نه نیول شوي او د هغوي نه پلټنې روانې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG