لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:طالب چارواکې دې داسلام اباد امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي


د پاکستان د خارجه چارو دفتر له افغان طالب چارواکو غوښتنه کړې ده چې د اسلام اباد امنیتي اندېښنو ته دې ځواب ووايي.

د پاکستان خارجه دفتر دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او ناامنۍ په پېښو کې اضافه شوې ده او د پاکستان حکومت ددې ترشا د لاقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان لاس ګڼي.

پاکستان وخت په وخت وايي چي پاکستاني طالبان اوس دپاکستان په ضد د افغانستان مزکه کاروي خو افغانستان کې بیا دطالبانو دحکومت چارواکي دریځ لري چې دپاکستان په ګډون دوئ دهیچا پرضد دخپلې خاورې دکارؤل کیدو اجازه نه ورکوي .

څېړونکي وايي نه ګڼي چې افغان طالبان به د پاکستان په غوښتنه د تحريک طالبان پاکستان پرضد کوم اقدام وکړي او وايي که په راتلونکي کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابېږي نو مهم لامل به یې د پاکستاني طالبانو په افغانستان کې موجودیت وي.

په دې وروستیو کې دپاکستان بلوچستان ایالت کې په پوځ د شوؤ خونړيو بريدونو وروسته د جمعې په ورځ د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد هم ویلي وؤ چې پاکستاني طالبانو ته افغانستان کې د ناټو څخه پاتې شوې عصري وسلې په لا ورغلي دي او نوموړي په راتلونکي کې د پاکستان دننه د حملو د لا زياتېدو احتمال هم ښودلې ؤ.

د پاکستان دخارجه دفتر ویاند د جمعې په ورځ اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته ویلي پاکستان له افغان طالب چارواکو غواړي چې د اسلام اباد امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي.

له دې مخکې دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف هم تور پورې کړی ؤ چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پرضد کارول کېږي.

اوړمه شپه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور کې د ترهګرو د برېدونو وروسته د پاکستان د پوځ وېاندې ادارې ايي ایس پي ار ویلي وؤ چې استخباراتي ادارو د ترهګر د حملو په مهال په افغانستان او هند کې دمنصوبه سازانو سره په تماس کې وؤ.

تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ په پېښو کې اضافه راغلې ده او څېړنيزې غېر دولتي ادارې په خپلو راپورونو کې وايي چې يوازې د سږني کال په لومړۍ مياشت کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ بیلابیلو پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي.

د افغان چارو پوهان او خبريال مشتاقِ يوسفزی ډيوه ته وايي د افغان طالبانو په مرسته د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ چې کومې خبرې پېل شوې وې، هغې پاېلې نه دي ورکړي او اوس په دغو خبرو کې ځنډ راغلی دی.

نوموړی وايي دا اوس چې کومې حملې کېږي نو ددې نه تحریک طالبان پاکستان دا پېغام ورکول غواړي چې که وغواړي نو بريدونه نور زیاتولی شي.

مشتاق یوسفزی وايي "ماته ښکاري چې د پاکستاني طالبانو حملې به د راروان اوړي په موسم کې لا نورې زېاتې شي"

هغه وايي نه ګڼي چې افغان طالبان به د افغانستان دننه د تحريک طالبان پاکستان په ضد کوم ګامونه پورته کړي او یا به هغوئ د هېواد څخه بهر کړي.

ښاغلی یوسفزی زياتوي چې چرته د افغان طالبانو او پاکستان د حکومت تعلقات خرابېږې نو لامل به یې په افغانستان کې دپاکستاني طالبانو شتون او له هغه ځايه حملې ګرځي.

پاکستان کې حکومت مخالفو سياسي ګوندونو هم په هېواد کې دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو اندېښنې ښودلي او ددې لويې علت یې د ترهګرۍ ضد نېشنل اېکش پلان باندې د حکومت لخوا عمل نه کول ګرځولي دي.

د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر او څېړنکار طلعت مسعود ډيوه ته وايي نه ګڼي چې ګواکې ټي ټي پى به په راتلونکې کې د پاکستان لپاره کوم لوي ګواښ جوړ شي خو وايي دغه ډله د پاکستان د امنیت لپاره يوه ستونزه ده.

هغه وايي "زه ګڼم چې دا مسله يوازې د پوځي عملیاتو له لارې نه شي هوارېدس او هغوى سره به سياسي خبرې کول وي چې څه غواړي او پاکستان یې جاېز غوښتنې تر کومه حده پوره کولی شي"

دغېر دولتي ادارې ساوتهـ اېشيا ټېرزم پورټل له شميرو ترمخه په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې د تشدد په يو شمېر پېښو کې 68 کسان وژل شوي دي او وايي د شوو زياتره حملو پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG