لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:دطالبانو په ملاتړ کولو امریکا اؤ غربي نړۍ سره دپاکستان اړېکې خرابیدای شي


په نړیواله کچه دجنګونو مخنیوي لپاره دتګلارو جوړونکې بې پلوه اداره "اڼترنیشنل کرایسز ګروپ" وایي افغانستان کښې د طالبانو د واک په هکله خپلې تګلارې جوړولو کې به پاکستان د یو شمیر ستونزو سره مخ وي.

دیادې ادارې په وینا دغه مشکلاتو کښې پاکستان کښې د ترهګرۍ زیاتیدو اؤ امریکې اؤ غربي هیوادنو سره دپاکستان داړیکو خرابیدو ویرې هم شاملې دي.

انټرنیشنل کرایسز ګروپ خپل رپورټ کې ویلي دي پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي خو په سفارتي توګه د افغان طالبانو ېوازې پاتې کیدل به په پاکستان ېو بل بار وي.

د ادارې په وینا افغانستان کښې دبې ثباتۍ اؤ خرابو معاشي حالاتو اغیز به هم په پاکستان کیږي .

رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان سره د امریکې اؤ نورو غربي هیوادنو اړېکې په دې هم خرابیدې شي چې پاکستان په داسې حال کې هم د طالبانو وکالت ته دوام ورکړي چې طالبان د نورو هیوادنو دا غوښتنه ونه مني چې افغانستان کې دخلکو اؤ په ځانګړي توګه دښځو حقونه مراعات کړي.

اداره وایې د پاکستان د پاره به تر ټولو لویې خطر دا هم وي که چرې افغان طالبان پخپله خاوره دموجودو هغه ترهه ګرو ډلو پرضد ګامونه وانه خلي چې دپاکستان پرضد ترهګریز فعالیتونه کوي.

اداره وایې ددغه ګواښونو نه بچ کیدو د پاره به پاکستان ته پکار وي چې د افغان طالبانو دناروا ګامونو لکه دتعلیم نه دښځو دمحرومه ساتلو په څېر دګامونو ملاتړ ونه کړي.

د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان ددغه رپورټ په هکله وایې پاکستان افغانستان سره یوه اوږده ګډه پوله لري اؤ که افغانستان کښې هر څنګه حالات وي نو اغیز به یې په پاکستان وي.

حق نواز خان وایي پاکستان دا وخت د افغان طالبانو ملاتړ ځکه کوي چې هیله لري افغان طالبان به ددې ملاتړ په بدل کښې دهغو ترهګرو تنظیمونو پرضد ګامونه واخلي چې پاکستان کښې په کېدونکې ترهګرۍ کښې لاس لري خو حق نواز بیا وایي "دا کار د افغان اولس دی چې فیصله وکړي چې دچاحکومت به دوئ د پاره ښه وي"

خبریال محمود جان بابر وایي پاکستان د ماضي نه سبق ترلاسه کړی دی ځکه تر اوسه یې دافغان طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "پاکستان د افغان طالبانو مرسته اؤ ملا تړ کوي خو په دې انتظار هم دی چې ددوئ دحکومت په رسمیت دمنلو په هکله به نړۍ څه فیصله کوي؟"

تیر کال د اګست په پینځلسمه نیټه چې طالبانو کابل ونیولو نو ترهغې وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې ستاینه کړې وه خو دانټرنیشنل کرایسز ګروپ دا رپورټ وایي په سفارتي توګه د طالبانو حکومت که چرې پاکستان مني نو د نورو هیوادنو، په ځانګړي توګه دغربي هیوادنو لخوا به پاکستان دسخت فشار سره مخ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG