لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دخوراکي توکو بیعې لوړې شوي،ګراني 19.53فیصدي ته زیاته شوې


د پاکستان د شمیرنې دولتي اداره وایي تیره اوونۍ په ملکي کچه ګرانۍ کې 1.35 فیصدي اضافه شوې او په مجموعي توګه ګراني 19.53فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

دغه داره پخپل تازه رپورټ کې وایي تیره میاشت په جنورۍ کې دګرانۍ کچه 12.96 فیصدي ریکارډ کړل شوې وه ،دسوداګرو وینا ده چې په دې وروستیو کې د خوراکي تیلو ،غوړو او وړو بیعې زیاتې لوړې شوې دي.

اقتصاد پوهان نظر لري چې پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله دګرانۍ کچه لوړه شوې ده او هم ددې له امله په پیداوار لګښتونه زیات شوي چې دګرانۍ سوب جوړیږي.

په خیبرپښتونخوا مردان کې د پرچون د کاروبار سره تړلی خان بادشاه وي او ای ډیوه ته وایي په دې وروستیو کې د خوراکی تیلو او غوړو په شپاړسو لیټرو کې د 500نه نیولې تر 600 روپو پورې اضافه شوې ده.

هغه وایي هګیو بیعه په درځن کې شل روپی راکمه شوې خو د اوړو یوه تروړه کې 100روپۍ اضافه شوې ده.

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي هیواد کې د کمې امدنۍ خلکو دپاره ګراني 21 فیصده زیاته شوې او کلیزه ګراني 19.53 فیصدي ریکارډ شوې ده.

اداره وایي په مجموعي توګه 51 شیانو کې د 22شیانو بیعې زیاتې شوې،د 6شیانو بیعې کمې شوي او د 23 خوراکی شیانو په بیعو کې څه بدلون نه دی راغلی .

د شمیرنی د ادارې په وینا دتیر کال 2021 په جنورۍ میاشت کې ګراني 5.7فیصدي وه او سږ کال په جنورۍ کې نزدې 13 فیصدي ته رسیدلې ده .

ځایي سوداګر وایي په مارکیټ کې د یو کلو ټماټرو بيعه 180 روپو ته لوړه شوې او بینډي یو کلو په 350روپۍ خرڅیږي.

په مردان ښار کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخواني مشر ظاهر شاه وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان اقتصادي اډانه کمزورې ده او تر څو چې ملکي اقتصاد ته وده نه وي ورکړل شوې په ګرانۍ قابو موندل ګران دي .

هغه وایي په میاشت کې دوه ځله د پټرولو او ډیزلو نرخونه لوړیږي او د توانایۍ زیاتې بیعې دګرانۍ لامل ګرځي چې له دې امله په پیداوار هم لګښتونه زیاتیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې هم ګراني زیاته شوې ده او د تیلو بیعې 84 ډالره یو بيرل ته رسیدلې دي او د هغې اثر په پاکستان کې د توانایۍ په بیعو پریوځي‌.

د پاکستان حکومت په ګرانۍ دقابو موندلو دپاره د120 اربو روپو رعایتونه هم ورکوي خو نړیواله مالیاتي اداره پخپل رپوړټ کې وایي سږکال به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي او په راتلونکي کال کې به دا ګراني 10 فیصدو ته راکمه شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG