لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمرود کې دنایي په دوکان ډزې، وسله والو ورته دحجامتونو کولو پسر ګواښونه کړي


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خیبر کې نامعلومو وسله والو دیو نایي په دوکان ډزې کړي اؤ هغه ته یې ګواښونه کړي چې دخلکو حجامتونه به نه کوي.

پولیس وایي دا پېښه دچارشنبې په شپه دخیبر ضلعې په جمرود سیمه کې رامخې ته شوې خو هیڅ یوې ډلې یا تن ددې پېښې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې.

دبشري حقونو دپاره کارکوونکو اؤ دسیمې مشرانو دتندلارو په دې عمل اندېښنې ښودلي اؤ له چارواکو یې غوښتنه کړې چې دپېښې پلټنې وکړي اؤ په دې کې دککړو کسانو په ضد دې ګامونه واخلي.

وي او ای اردو ویب پاڼې پخپل رپورټ کې دخیبر ضلعې دچارواکو له خولې لیکلي چې دچهارشنبې په ماښام په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو داحسان ابوبکر نومي یو نایي په دوکان ډزې کړې دي خو په دې ډزو کې چاته څه زیان نه دی رسیدلی.

پولیس وایي تر ډزو وروسته دوؤ کسانو نایي ته په ورکړل شوې یوه لیکلې چیټۍ کې هغه ته ګواښ کړی دی چې د ږیرې خریلو اؤ حجامتونو نه لاس واخلي ګنې دسختو نتیجو سره به مخ شي.

دجمرود تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او امریکه غږ اردو ته ددې پېښې دپخلي په ترڅ کې ویلي چې پولیس دپېښې پلټنې کوي خو لا یې څوک دیادې پېښې په تړاؤ نیولي نه دي.

پاکستان کې دبشري حقونو دغیر دولتي سازمان هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان غړي منظور اپریدي وي او ای اردو څانګې ته ویلي چې ضلعې انتظامیې اؤ پولیسو ته به په وخت دداسې پېښو مخنیوي لپاره ګامونه اخستل وي ګنې تندلاریتوب ته مایله عناصر به سیمه کې نور هم زړور اؤ تندلاریتوب ته مائله شي.

پروسکال هم پېښور سره پیوست چارسده ضلعه کې دسیمې یو نایي ته دځېنو کسانو لخوا دحجامتونو نه دلاس اخستو خبرداری ورکړل شوی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې دتیراګست په میاشت کې په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ټي‌ ټي پي‌ یا پاکستاني طالبانو په فعالیتونو اؤ بریدونو کې اضافه لیدل شوې اؤ څېړونکي وایي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره د دواړو هیوادونو سرحدي سیمو کې یو وارې بیا دتندلارو فعالیتونه سیوا کیدای شي.

دخیبر ضلعې څخه حکومتي ګوند سره تړاؤ لرونکي دپاکستان دقانون سازې اسمبلۍ غړي ښاغلي اقبال اپریدي امریکه غږ ته ویلي چې افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا سیمه کې دتندلاریتوب پېښې په زیاتېدو دي.

هغه دعوه کړې چې ده نه پخپله هم دټیلي فون اؤ خطونو دلارې نامعلومو کسانو څو،څو واره قلنګ غوښتی دی اؤ ګواښونه یې ورته کړي دي.

خو هغه وایي قانون پځائ کوونکو ادارو دغو کسانو په ضد ګامونه اخستي دي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم اوړمه ورځ منلې وه چې په پېښور کې خلکو نه دقلنګ غوښتنې لړۍ یو وارې بیا پیل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG