لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا له امله نور 38 کسان مړه شوي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا د مثبتو پېښو شرح يو څه راکمه شوې خو د مړينو کچه يې بيا هم سېوا ده، او په تېر شوا روز کې نور 38 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

نن په اوومه فرورۍ د کرونا د څار او انتظام مرکز اېن سي او سي ویلي، په تير شوا روز کې په ملک کې نزدې 45زره معاينې شوې او په 3338 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي په ملک کې د کرونا مثبتې پېښې 7.45فيصده رپورټ شوي دي.

له دې يوه اوونۍ وړاندې په 31 جنورۍ د کرونا د مثبتو پېښو شرح 11.53فيصده وه.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا اخته هغه کسان چې روغتيايي حالت يې سخت دی، شمېره يې 1684 ده.

ويل شوي تراوسه پورې په ملک کې د کرونا څخه ټول 29زره 516 کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې 14لکه 63زره خلکو نه زياتو ته کرونا لګېدلې، او 13لکه 44زرو نه سېوا ترې ښه شوي دي.

ويل شوي په ملک کې د کرونا وايرس ضد ويکسينو کمپاين هم دوام لري.

حکومتي شمېرې ښايي د 11 کروړه نه سېوا خلکو ته د کرونا ضد ويکسينو يو ډوز، د اته کروړه 62لکه نه سېوا خلکو ته دوه ډوزه او 30 لکه خلکو نه سېوا ته بوسټر ډوز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG