لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د علي امين ګنډا پور، ورور په بلدیاتي انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه نااهله کړی شو


عمر امين ګنډا پور

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د تحصيل مېر کانديد چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزیر علي امين ګنډا پور ورور وو، په کمپاين کې د قاعدو د سرغړونو په سرپه بلدياتي انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه نااهله کړی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن ویاند سهېل احمد نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (7 فرورۍ) وي او اې ډیوه ته وويل، د ډېره اسماعيل خان د تحصيل مېر په کانديد عمر امين ګنډا پور د ټاکنو د کمپاين د قاعدو د سرغړونو تورونه وو، او نن په اسلام اباد کې د ټاکنو کمېشن هغه نااهله وګرځولو.

نوموړي زياته کړه، علي امين ګنډا پور او علي امين ګنډا پور ته الېکشن کمېشن بيا بيا نوټسې ورکولې او نن چې د عمر امين ګنډا پور پرضد په شکایتونو اورېدنه وه، الېکشن کمېشن هغه نااهله وګرځولو.

هغه وويل علي امين ګنډا پور چې په علاقه کې هلې ځلې کولې، د ټاکنو د کمېشن د قاعدې ترمخه نوموړي وزير يا اېم اېن اې او اېم پي اې د کومو پرمختيايي پروژو پرانستې نه شي کولی، کمپاين نه شي کولی او جلسې جلوسونه نه شي کولی.

خو عمر امين ګنډا پور وايي، د هغه سره ناجايزه شوې ده، او هغه به د ټاکنو د کمېشن دغه فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.

هغه هم نن د ټاکنو د کمېشن د فېصلې راتلو وروسته په خپل کور خبري غونډې ته وويل، پلويان دې يې خفه کيږي، هغه به په ټاکنو کې برخه اخلي.

سهېل احمد وويل په 13 فرورۍ په ډېره اسماعيل خان کې د تحصيل مېر انتخابات ټاکل شوي دي او د هغې دپاره تيارۍ مکمل کړی شوي دي.

په ډېره اسماعيل خان کې په 18 دسمبر د بلدياتي انتخاباتو نه يوه ورځ وړاندې د عوامي نيشنل ګوند د مېر کاندید عمر خطاب شېراني د وژنې وروسته دغلته انتخابات ځنډول شوي وو.

په اوسنيو انتخاباتو کې عمر امين ګنډا پور په مرکز او صوبه کې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګوند څخه ولاړ وو، او د هغه په مقابله کې د پاکستان پيپلز ګوند فېصل کریم کنډي او د جمعيت علما اسلام ف کفيل نظامي ولاړ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG