لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په کرمه کې د ټي ټي پي بريد په امنيت پوښتنې راولاړوې کړي، څيړونکې وايي


د پاکستان پوځ چې پرون ويلي، د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع کرمه کې د پولې د پورې غاړې بريد شوی او پينځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي، څيړونکي وايي، پاکستان دعوه کوي چې بدامني يې ختمه کړې او د افغانستان سره په پوله (ډېورنډ) يې د سيمو ازغن تار نزدې پوره کړی، بيا دغه رنګ بريدونه په خپله په امنيتي دعوو پوښتنې راولاړوي.

د پاکستان پوځ پرون په کرمه کې د پولې د پورې غاړې افغانستان څخه د بريد دعوه په داسې حال کې کړې چې په 24 جنورۍ د کورنيو چارو مرکزي وزير شخ رشید ویلي وو، چې د افغانستان سره په پوله (ډېورنډ) باندې 2680 کلوميټره د سيمو د ازغن تار لګولو کار پوره شوی دی.

پاکستان تل دا دريځ خپل کړی چې په پوله ازغن تار د ترهګرو د تګ راتګ او ناقانونه هلو ځلو د مخنيوي دپاره لګوي.

پاکستان پرون د پولې د پورې غاړې د ترهګرو د بريد دعوه کړې خو له دې وړاندې په افغانستان کې حکومتونو او امريکې تل په پاکستان داسې تورونو لګولي چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې او د افغانستان پرضد کاریږي، خو پاکستان به بيا دغه تورونه ردول.

د پاکستان پرونۍ دعوې ته په افغانستان کې په واک کې راغلو طالبانو لخوا تراوسه پورې کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو له دې وړاندې باکستان په خپله ويلي چې طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، يو لور ته په پوله د ازغن تار لګولو دعوې کيږي، او بل لور ته دغه بريد چې چرته شوی دغه ځای د افغان طالبانو د حقاني نېټ ورک قوي مرکز ګڼل کيږي. او تېر چې به داسې بريدونه وشو، نو تور به يې په هند او افغانستان پورې کول کېدو.

هغه وويل اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی، او پاکستان په خپله وايي چې طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کاریږي. نو پرله پسې داسې پېښې کېدل د پاکستان په دغه دريځ پوښتنې راپورته کوي.

نوموړي زياته کړه، داسې ښکاري چې پاکستان خپلو خلکو ته ښکاره خبره نه کوي چې په پارلیمان کې دا په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو سره يې اړيکې څنګه دي؟.

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډير محمد سعد وايي، دا بريد د پولې د پورې غاړې نه شوی دی، دې غاړې ته د پاکستان د پوځ پوستې شته خو پورې غاړې ته بيا څه نه ښکاري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې خپله خاوره به د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، او که دغه ژمنه نه پوره کوي يو به ورته دغه کارد طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنه کې مسله جوړه کړي او بل به يې د حکومتونو سره اړيکې کمزورې کړي.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز مشر منصور مسید وايي، دغه بريدونه ښايي چې يو خو طالبان د دغو لارو سره بلد دي، ازغن تار يې په وړاندې مسله نه جوړيږي بل دا چې د ټي ټي پي د افغان طالبانو سره نزدې اړيکې او همکاري ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې نه خو د ټي ټي پي او نه د بلوڅ بېلتون خوښو پرضد کوم عمليات کړي دي، يواځې د داعش پرضد جنګيږي، او ښکاري چې طالبان د ټي ټي پي او بلوڅانو څخه ويره لري چې هسې نه دوی يې په مخالفت کې داعش ته لاړ شي او افغان طالبانو ته مشکلات جوړ کړي.

هغه زیاته کړه ښايي چې په راتلونکې کې پاکستان ته دغه ډول مشکلات نور هم سېوا شي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خارجه چارو دفتر له افغان طالب چارواکو غوښتنه کړې وه چې د اسلام اباد امنیتي اندېښنو ته دې ځواب اووايي.

او په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په اېف سي ځواک د شوو خونړيو بريدونو وروسته د جمعې په ورځ د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد هم ویلي وو چې پاکستاني طالبانو ته افغانستان کې د ناټو څخه پاتې شوې عصري وسلې په لا ورغلي دي او نوموړي په راتلونکي کې د پاکستان دننه د حملو د لا زياتېدو احتمال هم ښودلې وو.

خو په خپله په پاکستان کې دننه د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو په هېواد کې د ترهګرۍ په سېوا شوو پېښو اندېښنې ښودلي او د دې لويې علت یې د ترهګرۍ ضد نېشنل اېکش پلان باندې د حکومت لخوا عمل نه کول ګرځولي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG