لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: چاودنه کې د دوه امنيتي سرتيرو په ګډون درې تنه ژوبل، خاران کې د لاسي بم بريد شوی


د پاکستان د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې چاودنه شوې، چې پکې د دوه امنتي سرتيرو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي، بل لور ته په خاران کې د پوليس په چوکۍ د لاسي بم بريد شوی دی.

د کوټې پوليس د چاراکو په خبره نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (7 فرورۍ) د نيو سرياب پوليس تهاڼې په حدودو کې د وليجېټ په سيمه کې بمي چاودنه شوې ، د خېر ښېګړې ادارې ايدهي د چارواکو په خبره په بريد کې د امنتي ځواک دوه سرتيري او يو لاروی ټپي شوي دي.

د کوټې د پوليسو ايس پي انوسټيګيشن نويد عالم وايي، د بريد هدف د امنتي سرتيرو د ګزمې موټر وو خو په خبره يې چې په بريد کې د کوم امنيتي سرتيری د ټپي کېدو تصديق نه کوي ، د هغه په خبره پدې اړه نور معلومات راټولوي.

د نويد عالم په خبره د سړک غاړې ته ښخ کړل شوي درې کلو ګرامه چاودېدونکي توکي د ريموټ کنټرول په واسطه چاودل شوي دي.

" دا ريموټ کنټرول بم چاودنه وه، دلته د ټولو امنيتو ځواکونو د سرتيرو ګزمې کېږې زيات ګمان دا دی چې هغه( امنيتي ځواکونه ) يې هدف کول مقصد وو".

بل لوري ته د بلوچستان په خاران کې هم د پوليسو په تهاڼه لاسي بم بريد شوی، د پوليس چارواکو په خبره په ياد بريد کې کوم ځاني تاوان نه دی رسېدلی.

د دې بريدونو زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کومې ډلې نده منلې.

يادې پېښې په داسې وخت کې شوي چې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمو کې د امنيتي ځواکونو پرکېمپونو له وسلوال بريدونو پس په ايالت کې د امنيت وضعې د ټينګې ساتلو لپاره د کوټلو ګامونه اخيستلو حکومتي دعوې کيږي.

د بلوچستان ايالت اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو وايې د پاکستان امنيتي ځواکونه د نړۍ په منل شوو ځواکونو کې شمېرل کېږي ځکه دوی وايي په خپلو امنيتي ځواکونو وياړ کوي.

قدوس بزنجو د غه خبرې د يکشنبې په ورځ د بلوچستان په نوشکي سيمه کې د ايف سي ځواک په هغه کېمپ کې له سرتيرو ته د وينا په مهال کړې کوم کېمپ چې په دويمه فبررورۍ د وسلوالو تر بريد لاندې راغلی وو.

د بلوچستان ايالتي حکومت لخوا په خپاره کړل شوي خبر کې ويل شوي چې د بلوچستان اعلا وزير قدوس بزنجو، د پاکستان د سېنټ چېرمين او نور ايالتي وزيران او چارواکي د يکشنبې په ورځ په نوشکي کې ايف سي کيمپ ته ورغلي، او هلته يې د ځواک له سرتيرو سره ليده کاته کړي او هغوی ته يې ويناوې کړي دي.

په بيان کې زياته کړل شوې چې اعلا وزير څو ورځي وړاندي په بريد کې وژل شوو د ايف سي ځواکونو مرګ د ايالت لپاره قربانۍ وګڼله، او هغه په خپلو خبرو کې وويل،

"لکه څنګه چې تاسو تيار نه وئ او کله هم چې څوک اول بريد کوي تاوان مخالفي ډلي ته رسي خو څنګه چې تاسو په ميړانه جګړه وکړه زمونږ او د ټول پاکستان سر په تاسو لوړ شو، او ترهګر مو خپل انجام ته ورسول دا يوه لويه کارنامه ده".

د فبرورۍ په دويمه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور کې د امنيتي ځواکونو پر کېمپونو وسلوال بريدونه شوي وو، د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ای ايس په ار په خبره په ياد وسلوال بريد کې يې نهه امنتي سرتيري وژل شوي او په ځوابي بريد کې يې شل ترهګر وژلي وو.

رسنيو ته په ليږل شوي سرکاري بيان کې ویل شوي، چې د وزير اعلا د دورې پر وخت د نوشکي د ايف سي کېمپ کمانډنټ يا مشر کرنل وقاص اعلا وزير ته د بريد په اړه حال تېر کړی، او وې يې ویل، چې له وسلوالو سره نوې ټيکنالوجي او جديده اسلحه وه.

په خبر کې زياته کړی شوې چې کمانډنټ وويل چې پر کيمپ د بريد پر وخت د ترهګرو رابطه په افغانستان کې ناست هېنډ لر يا سمبالونکو سره وه.

د پاکستان پوځي او نورو حکومتي چاوراکو هم دا تورونه پورې کړي چې د بريد په وخت د بريدګرو تماس په افغانستان کې د دوی له ناستو ملګرو سره وو چارواکو د دې بريد تر شاه د هند نوم هم اخيستی دی.

پدې اړه د افغان طالبانو او د هند له لوري کوم تازه دريځ مخې ته ندی راغلی، خو تر دې وړاندې د افغانستان پخوانيو حکومتونو او د هند حکومت د پاکستان داسې تورونه تل رد کړي دي.

د پنجګور او د نوشکي د بريدونو زمه واري اخيستونکې بلوڅ بيلتون پلوه وسلوالې ډلي بي ايل اې هم د بريد په اړه خپاره کړي تفصيل کې دعوه کړې چې د اپريل پر دويمه ماښام اته بجې د دوی نهه سرتيرو په نوشکې کې او اووه سرتيرو يې بيا د پنجګور پر ايف سي کيمپ بريد پيل کړي وو.

رسنيو ته په لېږل شوي پېغام کې دعوه شوې چې د نوشکي په بريد کې 90 او د پنجګور په بريد کې يې تر 105 زيات امنيتي سرتيري وژلي دي.

خو امنيتي او حکومتي چارواکي دا دعوې ردوي او وايي چې په دواړو بريدونو کې د يوه کېپټن په ګډون د امنيتي ځواک نهه سرتيرو ژوند له لاسه ورکړي،او شپږ ټپي شوي دي.

د دې تر څنګ په خپاره کړل شوي خبر کې ويل شوي "مونږ یو ځل بیا د چین له خوا په کلکه غواړو چې د بلوڅو د سرچینو په لوټ کولو او زمونږ د مورنۍ ځمکې د اشغال په پیاوړي کولو کې د پاکستان له مرستې څخه ډډه وکړي که نه نو د دوی ګټې به یو ځل بیا زموږ هدف وي".

د بلوڅ بيلتون غوښتونکو لخوا د جاري کړل شوي راپور په اړه تر دم ګړۍ د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکو په شمول چين هم څه نه دي ويلي خو وخت نا وخته د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکو دعوه کړې چې په ملک کې يې ټولي وسلوالې ډلې ختمې کړي او داسې وسلواله کومه ډله پاتي نه ده چې په راروان وخت کې د دوي لپاره د انديښنې وړ وګرځي.

خو بلخوا بيا له تيرو څو اوونيو راهسي په بلوچستان ايالت کې بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو په داسې بريدونو کې زياتوالی ښکاره کړی، د شنونکو په خبره د ايالت او ملک روان وضيعت د اندېښنې وړ تر حده خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG