لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په قبايلي ضلعو کې د ښځو د مسلو هوارولو دپاره د محتسب ځانګړې دفترې پرانستل کيږي


په خېبرپښتونخوا کې د محتسب ځانګړې اداره وايي، قبايلي ضلعو ته خپلې پوره دفترې غځوي چې هلته د ښځو د ځورولو او په ځانګړي ډول ښځو ته په جايداد کې د برخې ورکولو په لړ کې کار وکړي او د ښځو مسلې هوارې کړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د صوبې ځانګړې محتسب رخشنده ناز وویل، د سوشل وېلفير يا ټولنيزې ښېګړې د دفتر د لارې به دوی ته د قبايلي ضلعو نه شکايتونه ترلاسه کېدل خو اوس دوی په قبايلي ضلعو کې خپلې دفترې غځول غواړي.

هغې وويل، دوی قبايلي ضلعو ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه چې کله په 2019 کې چې د ښځو په ځمکو کې د حق قانون راغلی، دوی ته د ميرانشا او کوهستان نه کېسونه رپورټ شوي دي.

هغې وويل، دغو پېښو ته په کتو دوی ګڼلې چې ښځو ته نورې اسانتياوې ورکړي او د هغې دپاره یې حکومت ته خواست کړی چې دوی ته په قبايلي ضلعو کې دفترې ورکړي.

رخشنده ناز زياته کړه، صوبايي حکومت ورسره منلې او د قانون وزارت په دغه کار کې ډېره دلچسپي لري، او د دغو دفترونو خدمات نور وغځوي.

صوبايي ځانګړې محتسب وايي، دوی په ځانګړي ډول په وراثت کې د ښځو د حقونو پېښې ګوري چې چاته په وراثت کې حق نه ورکول کيږي او په قبايلي ضلعو کې اوس دا خبره ډېره مهمه ځکه ده چې هلته د ځمکو ريکارډ جوړول کيږي، نو دا يوه موقع ده چې د ښځو برخه او نوم يې د ځمکو د اندراج په ريکارډ کې راوستل شي.

هغې وویل په خېبر، مومندو او باجوړ کې دغه کارونه شوي دي او پکار ده چې په قبايلي ضلعو کې ښځې د دې موقعې نه ګټه پورته کړي او خپل نوم په ريکارډ کې شامل کړي.

ناز زياته کړه په قبايلي ضلعو کې ښځې کولی شي چې د ټولنيزو ښېګړې په دفتر، د مرستيال کمشنر په دفتر او د انټرنېټ يا ټيليفون د لارې، او د دوی په فېس بک پاڼه هم د محتسب ادارې سره تماس ونيسي او خپلې مسلې ورسره شريکې کړي.

رخشنده ناز دا هم وويل چې که دوی ته څوک هر ډول شکايت کوي دوی يې درج کوي او که کوم شکايت د دوی د ادارې څخه بهر وي نو دوی يې د اړونده ادارو سره هم شريکوي.

د پېښور هايکورټ وکیله مهوش کاکاخېل وايي، په قبايلي ضلعو کې ښځې ځورول کيږي، هغوی په جايداد کې د برخې د حق نه محرومه ساتل کيږي او په نادرا کې يې د دوی ريکارډ يا اندراج هم نه کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل، که دغه دفترې قبايلي ضلعو ته وغځول شي، نو ځايي ښځو ته به اسانه شي چې خپلې مسلې شريکې کړي.

هغې دا هم وويل تراوسه که د قبايلي ضلعو نه د جنسي تيريو او نورې د ځورولو پېښې نه رپورټ کيږي نو د هغې مطلب دا نه دی چې هلته دا پېښې نه رامنځته کیږي، هغې وويل دا پېښې رامنځته کيږي خو رپورټ کيږي نه. او د دغو دفترو سره به دا پېښې رپورټ کيږي او مسلې به ورسره هوارې شي.

خو کاکاخېل وويل، یو دا چې په قبايلي ضلعو د محتسب په دفترونو او کار باندې خلک خبر کړی شي، او بل دا چې د دغه ادارې طريقه کار اسان وي او په اسانۍ سره د ښځو مسلې هم هواروي په ځای د دې چې څوک شکايت وکړي چې د مسلې هوارولو په ځای د نورو مسلو سره بيا نه مخ کيږي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبریال ارشد مومند شريک کړي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG